پکتیکا کې ۳۴۲ کوچنۍ شنې خونې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې 

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲ - ۹:۲۰
پکتیکا کې ۳۴۲ کوچنۍ شنې خونې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې 

د پکتیکا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست مسوولین وايي، چې د دغه ولایت د مرکز په ګډون په لسو ولسوالیو کې د ۴۱ میلیونه افغانیو په لګښت ۳۴۲ شنې خونې جوړ او ګټې اخيستنې ته وسپارل شول.
 د دغه ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وايي، چې دغه شنې خونې د کرنې وزارت د پراختیايي بودیجې او د همکارو مؤسسو له خوا جوړې شوې، چې په کې تازه سابه توليدېږي.
 ورته مهال د یادو سیمو یو شمېر اوسېدونکي د يادو خونو په جوړېدو خوښ دي او وايي، چې له دې وړاندې به د یادو سیمو خلک د سبو له کمښت سره مخامخ کېدل او هم به يې وخت نا وخت بیې لوړېدلې. دوی زیاته  کړه چې د دغو خونو په مټ به وکولای شي، چې د نورو هېوادونو څخه د سبو د واردولو اړتیا کمه شي.
د پکتیکا دکرنې ریاست چارواکي وایي، په ټولو موسمونو کې سابه او ترکاریو ته د پکتیکا د خلکو د لاس رسي، د موسمي تولیداتو زیاتوالی او په بازارونو کې د کرنیزو حاصلاتو د ډېرښت په پار په دې ولایت کې شنې خونې جوړې شوي دي.
د یادونې وړ ده، چې څو ورځې وړاندي هم د دغه ولایت د کرنې اواوبولګولو ریاست له خوا یوشمېر شنې خونې ګتې اخیستنې ته وسپارل شوې.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۹ - ۹:۴۴
Background image

د بیلاروس له «بلاز» فابریکې څخه د افغانستان د اسلامي امارت د پلاوي لیدنه


۲۹ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د افغانستان د اسلامي امارت پلاوي د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري په مشرۍ، بیلاروس جمهوریت ته د خپل سفر په ترڅ کې،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۹ - ۹:۳۶
Background image

منسک کې د افغانستان او بلاروس د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو د ګډې کمېسیون دویمه غونډه ترسره شوه

۲۹ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش

۶ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د افغانستان او بلاروس د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو د ګډې کمېسیون دویمه غونډه، د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۹ - ۹:۳۰
Background image

ننګرهار کې د ځنګل لرونکو ولسوالیو د ولسونو د ستونزو د حل په موخه ولایتي ګډې کمېټې سیمه ییز سفرونه ترسره کړل


د ننګرهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې ددې ولایت مقام د هدایت پر بنسټ، د ځنګل لرونکو ولسوالیو د ولسونو د ستونزو د معلومولو، د هغوی د غوښتنو اورېدلو او د ستونزو. . .

بازگشت