پکتیکا کې شنې خونې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

د پکتیکا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست مسوولین وايي، چې د دغه ولایت په مرکز ښرنه او مټاخان ولسوالی کې دوه شنې خونې جوړ او ګټې اخيستنې ته وسپارل شول. د دغه ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وايي، چې دغه شنې خونې د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام په مالي او د پاملرنې مؤسسې په تخنیکي همکارۍ جوړې شوې، چې په کې تازه سابه توليدېږي.
ورته مهال د یادو سیمو یو شمېر اوسېدونکي د يادو خونو په جوړېدو خوښ دي او وايي، چې له دې وړاندې به د یادو سیمو خلک د سبو له کمښت سره مخامخ کېدل او هم به يې وخت نا وخت بیې لوړېدلې.
د پکتیکا دکرنې ریاست چارواکي وایي، په ټولو موسمونو کې سابه او ترکاریو ته د پکتیکا د خلکو د لاس رسي، د موسمي تولیداتو زیاتوالی او په بازارونو کې د کرنیزو حاصلاتو د ډېرښت په پار په دې ولایت کې شنې خونې جوړېږي.