پکتیکا کې د کار په بدل کې نغدي مرستې؛ په ګومل او جانیخېل کې ۱۲۱۰ کسانو ته نږدې ۹ میلیونه افغانۍ ووېشل شوې

user-admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱ - ۹:۴۹
پکتیکا کې د کار په بدل کې نغدي مرستې؛ په ګومل او جانیخېل کې ۱۲۱۰ کسانو ته نږدې ۹ میلیونه افغانۍ ووېشل شوې


۱ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۱ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
د پکتیکا ولایت په ګومل او جانیخېل ولسوالیو کې د خوړو نړۍوال پروګرام «ډبلیو.ایف.پي» په مالي ملاتړ او د هیلتو مؤسسې له‌خوا، د کار په بدل کې د نغدو مرستو پروګرام پلي شو، چې له مخې یې ۱۲۱۰ تنو مستقیمو ګټه‌اخیستونکو ته د یوې میاشتې د کار په بدل کې نغدي پیسې ووېشل شوې.
یاد پروګرام د بېلابېلو عامه‌المنفعه پروژو له لارې عملي شوی، چې پکې د اوبولګولو کانالونو جوړول او بیارغونه، د اوبو د ذخیرې حوضونه، ترینچونه (خندقونه)، د سړکونو بیارغونه او د ګبیوني دیوالونو جوړول شامل دي. د دغو پروژو په ترڅ کې سلګونو کسانو ته د لنډمهالي کار زمینه برابره شوې ده.
د مسوولینو په وینا، هر ګټه‌اخیستونکي ته د میاشتني کار په بدل کې ۶۴۰۰ افغانۍ ورکړل شوې دي. د دې پروژو له لارې، له یوې خوا د خلکو د عاید کچه لوړېږي او د خوړو خوندیتوب ته زمینه برابریږي، او له بلې خوا د سیمې بنسټیزې زېربناوې پیاوړې کېږي.
د معلوماتو له مخې، په ګومل او جانیخېل ولسوالیو کې د یاد پروګرام له لارې شاوخوا ۹ میلیونه افغانۍ مستحقو کسانو ته توزیع شوې دي، چې د خلکو د اقتصادي ستونزو په کمولو او د ټولنې د بنسټیزو اړتیاوو په پوره کولو کې مهم رول لري.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۲۷
Background image

روزګان کې د لبنیاتو دوه معیاري مرکزونه فعال شول

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د روزګان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د هالنډ کمېټې په مالي ملاتړ، د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ او دهراوود ولسوالی. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۳۱
Background image

بلخ کې د شېدو راټولولو مرکز جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د بلخ ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همکارۍ، د «ډي‌سي‌اې» مؤسسې په مالي او تخنیکي ملاتړ او د بلخ ولسوالی د کرنیزو خدمتونو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۳۰
Background image

د خوست صبریو او یعقوبیو ولسوالی کې پر سلګونو بزګرانو د اصلاح شویو غنمو تخمونه وېشل کېږي

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په چوکاټ کې، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي ملاتړ او د «اوآرډي». . .

بازگشت