پکتیا کې د کرنیزو محصولاتو مدیریت د ۲۳۸ پروژو چارې بشپړې شوې

mail-admin
پنجشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۹ - ۱۰:۵۶
پکتیا کې د کرنیزو محصولاتو مدیریت د ۲۳۸ پروژو چارې بشپړې شوې

۹ سلوغه ۱۳۹۹
د پکتیا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې په دې ولایت کې د کرنیزو محصولاتو مدیریت اړوند د ۳۵۴ پروژو له ډلې د ۲۳۸ پروژو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته چمتو شوي دي او د پاتې ۱۱۶ نورو پروژو چارې هم نږدې ۹۵ سلنه بشپړې شوي دي، چې په نږدې راتلونکې کې به یې پاتې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي.
د پکتیا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس انجنیر محمدالدین موند وایي، چې د یادو پروژو له ډلې ۸۱ پروژې، چې ۴۱ یې د پیازو او ۴۰ یې د کچالو زېرمه تونونه دي د کرنې وزارت د بڼوالۍ ځنځیري ارزښت د پراختیا پروژې «HVCDSP» له لارې پلي او رغنیزې چارې یې بشپړې او ګټې اخیستنې ته چمتو شوي دي. دغه راز د کرنیزو محصولاتو مدیریت د پروژې په اډانه کې د کرنې وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي پروژې «NHLP» له لارې ۲۷۳ پروژې پلي شوي، چې په کې د کچالو ۹۹، د سپینو پیازو ۵۱ او د سرو پیازو ۲۷زېرمتونونه، د مڼو ۵۹ صفردرجې سړې خونې او ۳۷ ممیزخونې جوړول شامل دي، چې له دې ډلې د ۱۵۷ پروژو رغنیزې چارې بشپړې شوي دي او د پاتې ۱۱۶ پروژو چارې هم د بشپړېدو په درشل کې دي، چې ډېر ژر به بشپړې او ګټې اخیستنې ته په وسپارل شي.
ددغو پروژو ټولیز لګښت ۲۸۲ میلیونه او ۸۶۹زره ۴۵۲ افغانۍ ده، چې ۹۰ سلنه لګښت یې د کرنې وزارت او لس سلنه لګښت یې برخمن شوي بزګران او بڼوال ورکړي دي او د زرګونه ټنه پیازو، کچالو، مڼو او انګورو د ساتنې او خوندي کولو وړتیا لري.
پکتیا د هېواد په سوېل ختېځ کې پروت ولایت دی، چې د مڼو، انګورو، کچالو او پیازو د کرکېلي لپاره مناسب اقلیم لري. دغه پروژې ددې ولایت د کرنیزو محصولاتو مدیریت، د بڼوالو او بزګرانو د محصولاتو خوندي کولو او د دوی د عوایدو زیاتولو په پار پلي شوي دي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۹ - ۱۵:۱۸
Background image

پکتیا ولایت ته د عشر او زکات د تنظیم لوی رییس سفر

۱۹ تله ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۸ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۷ هـ.ق 
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د عشر او زکات لوی رییس مولوي ندا محمد عابد او ورسره مل پلاوي د خپل کاري سفر په ترڅ کې پکتیا ولایت کې د. . .

شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۹ - ۱۱:۴۳
Background image

د میدان وردګو دایمیرداد ولسوالی کې د اوبو سپما او کرنیزې ودې د پروژو چارې پیل شوې

۱۹ تله ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۸ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د میدان وردګو ولایت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له‌خوا ددې ولایت د یایمیرداد په ولسوالی کې د کلیوالي ودې او پراختیا د پروګرام په ترڅ. . .

شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۹ - ۱۱:۲۸
Background image

د کرنې وزارت له‌خوا برېښنا شرکت ته ځمکه ولېږدول شوه

۱۹ تله ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۸ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۷ هـ.ق 
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ ریاست کې جوړه شوې غونډه کې، چې د اراضۍ ریاست د ځمکو د انتقال او وېش ريیس مولوي محمد سعید او د د. . .

بازگشت