پکتیا کې د واټرشیډونو او چکډېمونو رغنیزې چارې پیل شوې

mail-admin
شنبه ۱۴۰۳/۸/۱۹ - ۱۱:۶
پکتیا کې د واټرشیډونو او چکډېمونو رغنیزې چارې پیل شوې

۱۹ لړم ۱۴۰۳ه‍.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۶ه‍.ق
د پکتیا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د خوړو د خوندیتوب بیړنۍ پروژې له لورې ددې ولایت د مرکز په ګډون په څلورو ولسوالیو (زرمت، ځاځي اریوب او روحاني بابا ) کې د واټرشیډونو او چکډېمونو رغنیزې چارې پیل شوې.
د همکارې مؤسسې د مسؤلینو په وینا د نوموړې پروژو په تطبیق سره به د سیمې  ۱۲۰۰ کسانو ته د ۴۰ ورځو لپاره کاري فرصتونه برابر شي، د یادونې وړ ده چې سږ کال به د افغانستان لپاره د ناروې کميټې لخوا په یادو څلورو ولسوالیو کې د باراني اوبو د زېرمې او سېلابونو د مخنیوي په پار  ۹۶۰۰۰  ترنچونه ( کوچنۍ کندې) او ۱۳ چکډمونه هم جوړ شي.
د کرنې ریاست په استازیتوب مولوي علاؤالدين د افغانستان لپاره د ناروې کمیټې دفتر له مسؤلینو مننه وکړه او د پلي کېدو په برخه کې یې د هر راز همکارۍ ډاډ  ورکړ، او ویې ویل چې دا ډول پروژې د ځمکې لاندې اوبو د تغذیې او سېلابونو په کنترول کې مهم رول لوبوي، همدارنګه ده زیاته کړه چې د پروژې د ښه او پر وخت پلي کېدو لپاره باید د همکارې مؤسسې کارمندان او د سیمې اوسیدونکي پوره هڅه وکړي.
له یادو پروژو څخه به په سلګونو کورنۍ ګټه واخلی او ترپوښښ لاندی به یې راولي، همدارنګه دغه پروژی به د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست، د ولسوالی اړونده کلیو د پرمختیایي شورا او طبیعی سرچینو د مدیریت ټولنې سره په پوره همغږې تطبیق شي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۳:۴۸
Background image

کرنې وزارت کې د هېواد د ځنګلونو د ساتنې او چارو د تنظیم په موخه غونډه ترسره شوه

۲۲ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اوبو لګولو او قدرتي سرچینو مرستیال مولوي بازمحمد فیضان په مشرۍ د هېواد د ځنګلونو د ساتنې او چارو د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۰:۱
Background image

غور ولایت کې د څړځایونو د سروې او تثبیت بهیر پیل شو

۲۲ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د غور په ولایت کې د څړځایونو د سروې او تثبیت بهیر پرانیستغونډه د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د استول شوي پلاوي او د دغه ولایت د سیمه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۹:۳
Background image

کونړ کې د کرنیزو او مالدارۍ پروژو د همغږۍ او پراختیا په موخه سکتوري غونډه ترسره شوه

۲۲ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کونړ د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په مشرۍ د ۱۴۰۵ لمریز کال د تلې میاشتې سکتوري غونډه د کرنیزو او مالدارۍ فعالیتونو د ارزونې، د روانو. . .

بازگشت