پکتیا: له کډوالۍ راستنوشویو ۱۲۰۰ کورنیو سره د مرستو وېش بشپړ شو

mail-admin
شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۵ - ۹:۴۳
پکتیا: له کډوالۍ راستنوشویو ۱۲۰۰ کورنیو سره د مرستو وېش بشپړ شو

۲۵ سلواغه ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۶ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د پکتیا د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له لوري د مرستو په لړ کې، له کډوالۍ راستنوشویو ۱۲۰۰ کورنیو سره د مرستو وېش بشپړ شو.
یادې مرستې د ولایت په مرکز او ولسوالیو کې مستحقو کورنیو ته ووېشل شوې، چې له مخې یې هرې کورنۍ ته پنځه  بوجۍ غنم او پنځه زره  افغانۍ نغدې پیسې ورکړل شوې، څو وکولای شي د خپل ژوند لومړنۍ اړتیاوې تر یوه بریده پوره کړي.
د یاد ریاست مسؤلینو څرګنده کړه، چې دغه مرستې د راستنو شوو کډوالو د اقتصادي ستونزو د کمولو او د بېرته مېشتېدو د بهیر د ملاتړ په موخه ترسره شوې دي. همدارنګه زیاته شوه، چې ریاست ژمن دی څو په راتلونکي کې هم له اړمنو کورنیو سره خپلې همکارۍ ته دوام ورکړي.
د یادونې وړ ده، چې دا بهیر یوازې په پکتیا ولایت پورې محدود نه دی، بلکې د هېواد په کچه روان دی او د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت له لوري په ټولو ولایتونو کې پر زرګونو راستنو شويو کډوالو د خوراکي او نغدي مرستو د وېش لړۍ پیل شوې، تر څو د هغوی ستونزې راکمې، د عزتمند ژوند د بیا پیل زمینه برابره او ټولنیز ثبات پیاوړی شي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۹:۷
Background image

ننګرهار کې د اوبو د سپما او اغېزمنې کارونې په موخه د څاڅکي اوبخور سیستم د نصب چارې پیل شوې

۲ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۱ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر الحاج مولوي عطاءالله عمري له لوري د ننګرهار څېړنیز مرکز د بڼوالۍ په ملي کلکسیون کې د څاڅکي اوبخور سیستم. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۲۷
Background image

روزګان کې د لبنیاتو دوه معیاري مرکزونه فعال شول

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د روزګان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د هالنډ کمېټې په مالي ملاتړ، د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ او دهراوود ولسوالی. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۳۱
Background image

بلخ کې د شېدو راټولولو مرکز جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د بلخ ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همکارۍ، د «ډي‌سي‌اې» مؤسسې په مالي او تخنیکي ملاتړ او د بلخ ولسوالی د کرنیزو خدمتونو. . .

بازگشت