په ډېرو ولايتونوکې، دکرنيزومحصولاتو مديريت دپروژې رغنيزې چارې دبشپړېدو په درشل کې دي.
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت په تېرو شپږو مياشتو کې دکرنيزو محصولاتو مدیریت پروژې له لارې دهېواد په ۳۴ ولايتونوکې دنږدې ۱۱زره ودانيو رغنيزې چارې، چې په کې مميزخونې، دکچالو زېرمتونونه، دپيازو زېرمتونونه، دمڼو او انارو لپاره صفرانرژۍ سړې خونې جوړول او دمېوو اوسبو دوچوونکو دستګاوو وېش شامل دي پیل کړی دی، چې دمګړۍ ديادو پروژو ډېری برخه بشپړ او ګټې اخيستنې ته سپارل شوي دي.