په دوو ولایتونو کې څه باندې دوه زره متره د فارمونو د احاطې دېوال جوړېږي
۲۰ غویی ۱۴۰۰
د کرنې، ابولګولو او مالدارۍ وزارت، د طبیعې سرچینو لوی ریاست د پلان له مخې د ۱۴۰۰ام کال په ترڅ کې په لوګر ولایت کې د چوبک فارم د احاطې دیوال او پکتیا ولایت کې د تیرې د فارم دوه زره او ۲۰متره د احاطې دېوالونه جوړېږي.
د یادو فارمونو د احاطې دېوال د جوړولو چارې د کرنې وزارت لخوا د چاپېریال ساتنې ملي ادارې، ښاروالۍ او د سیمه ییزو ارګانونو ادارې په مرسته تره سره کېږي. د فارمونو د احاطې د دېوال جوړولو موخه د فارم خوندېتوب، فارم ته د غیر مسولو کسانو د ورتلو مخنوی، او په فارم کې د وسایلو او ماشینونو ساتل دي.