پنجشېر کې پر یوشمېر مېرمنو ۸۰ وړې شنې خونې وېشل شوي دي

mail-admin
یکشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۳ - ۱۰:۵۹
توزیع ۸۰ سبزخانه‌ی کوچک به زنان زراعت‌پیشه در پنجشیر

۳ کب ۱۳۹۹
د پنجشېر ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې د روان کال په ترڅ کې د کرنې وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي پروژې له لارې د پنجشېر ولایت پر یوشمېر مېرمنو ۸۰ وړې شنې خونې وېشلي دي.
دغه شنې خونې د یو میلیونه او ۶۷۴ زره افغانیو په لګښت وېشل شوې، چې موخه یې دکورنیو د خوړو خوندیتوب او د سبو تولید دی.
دغه راز سږکال د پنجشېر د عنابې په ولسوالۍ کې بزګرانو ته د چوپړونو وړاندې کولو په پار د ۳۷۵ زره افغانیو په ارزښت یو مرکز هم جوړه شوې ده. یاد مرکز بزګرانو او بڼوالو ته تخنیکي او مسلکي مشورې ورکوي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۵:۴۸
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو د اصلاح شویو غنمو تخمونه وېشل کېږي

۲۹ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش 
۷ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په چوکاټ کې، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي ملاتړ او د «اوآرډي». . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۲:۰
Background image

هلمند کې د څه باندې ۵.۴ میلیونه افغانیو په لګښت د ۱۷.۸ کیلومتره زهکشۍ کانالونو د پاکولو پروژه پیل شوه

۲۹ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش 
۷ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د هلمند ولایت مرکز اړوند په بولان، ګرشک او سنګین ولسوالیو کې د زهکشۍ کانالونو د پاکولو پروژه د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د استازو، د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۰:۵۶
Background image

کندهار کې د څه باندې ۱۸ میلیونه افغانیو په لګښت لوی چکډېم جوړ شو؛ د وچکالۍ د اغېزو کمولو او ځمکې لاندې اوبو د کچې لوړولو په‌پار مهم ګام

۲۹ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش 
۷ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کندهار ولایت په کښته شاولیکوټ ولسوالۍ کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له پراختیايي بودیجې څخه د ۱۸ میلیونه، ۴۸۳ زره او ۳۷۳ افغانیو. . .

بازگشت