پروان کې پر ۱۰۰ مېرمنو د شنوخونو جوړولو اړونده توکي ووېشل شول
۲۶ وږی ۱۳۹۹
د پروان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي پروژې «NHLP» له لارې ددې ولایت دمرکز او د جبلالسراج اوسرخپارسا ولسوالیو پر ۱۰۰ هغو مېرمنو چې د سبو کرکېله کوي د شنوخونو د جوړولو اړونده توکي وېشلي دي.
ټاکل شوې دغه مېرمنې، چې د سبو کرکېله کوي د وړو شنوخونو په جوړولو سره، د سبو د کرکېلي له لارې د خپلو کورنیو په اقتصادي وده کې رغنده ونډه واخلي.
مېرمنو لپاره شنې خونې جوړول، له یوې خوا د دوی د اقتصادي ودې لامل کیږي او له بلې خوا په کورنیو کې د خوړو د خوندیتوب کچه لوړوي.