وچوونکي دستګاوې

 د مېوو او سبو وچوونکي ماشینونه پېرل او وېش

د کرنیزو محصولاتو مدیریت د پروژې په اډانه کې د مېوو او سبو وچوونکو دستګاوو د پېر او وېش جزییات!

د مېوو او سبو وچوونکي ماشینونه پېرل او وېش

د مېوې وچول، ددې ترڅنګ چې د خوسا کېدو مخه یې نیسي، ددې محصول د عمر د اوږدوالی لامل هم کیږي.
دې چارې ته په پام سره، د کرنې وزارت په پام کې لري، چې په روان کال کې د سبو او مېوو۱۱۳ وچوونکي ماشینونه وپېري او پر بڼوالو او بزګرانو یې ووېشي.
ددغو ماشینونو د پېر او وېش ټولیز لګښت څه باندې ۱۵۸ ملیونه افغانیو ته رسیږي.
دغه ماشینونه د شوراګانو او معتبرو مراجعو له لارې بڼوالو ته ورکول کیږي تر څو وکولای شي، چې د بازار او له خپل مصرف څخه اضافي محصولات وچ کړي.

لینکونه: