هلمند کې ۵۵ بزګرانو ته د جوارو د ننداریزو کروندو لپاره کرنیز توکي ووېشل شول

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۲ - ۱۰:۱۷
هلمند کې ۵۵ بزګرانو ته د جوارو د ننداریزو کروندو لپاره کرنیز توکي ووېشل شول

۲۲ غبرګولی ۱۴۰۴ ه‍.ش
۱۵ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۶ه‍.ق
د هلمند د کرنې ریاست له لوري د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پراختیایي بودیجې له لارې ۵۵ تنو بزګرانو ته د جوارو د ننداریزو کروندو د کرلو په موخه اصلاح شوي تخمونه، کیمیاوي سره، او نغدي مرسته ووېشل شوه. د دې پروګرام موخه د جوارو حاصلاتو لوړول او بزګرانو ته د عملي زده‌کړې زمینه برابرول دي.
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په نوښت، او د کرنې وزارت د پراختیایي بودیجې له لارې، د دې ولایت ۵۵ تنو بزګرانو ته د جوارو د ننداریزو کروندو د کرلو په موخه کرنیز توکي او نغدې مرستې ووېشل شوې.
د یادې برنامې پر بنسټ، هر بزګر ته ۸ کیلو ګرامه د جوارو اصلاح شوی تخم، ۳۰ کیلو ګرامه سپینه کیمیاوي سره، ۵۰ کیلو ګرامه توره کیمیاوي سره او د ځمکې د چمتووالي لپاره ۱۰۰۰ افغانۍ نغدي مرسته ورکړل شوه.
یادې ننداریزې کروندې به د نوې تکنالوژۍ، اصلاح شوو تخمونو او معیاري کرنیزو طریقو له لارې ترسره شي، چې موخه یې د جوارو حاصل زیاتول او د نورو بزګرانو لپاره د عملي زده‌کړې زمینه برابرول دي.
د هلمند د کرنې ریاست مسؤلین وايي، دا ډول پروګرامونه به د بزګرانو د اقتصادي وضعیت د ښه والي تر څنګ د کرنیزو حاصلاتو د زیاتوالي لامل هم شي. دغه ننداریزې کروندې به د هلمند په بېلابېلو سیمو کې کرل کېږي.
ننداریزې کروندې هغه کرنیزې پروژې دي چې د نوو تخنیکونو او اصلاح شوو موادو د ازمېښت او ښودنې لپاره کارېږي. دا پروګرامونه نه یوازې د حاصلاتو زیاتوالي ته زمینه برابروي، بلکې بزګرانو ته د نوو میتودونو عملي زده‌کړه هم وړاندې کوي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۰ - ۱۷:۳۶
Background image

د کرنې وزارت وياند د کندهار ولایت د ارغنداب ولسوالی د انارو بڼونو څخه لیدنه وکړه

 

۱۰ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۰ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اطلاعاتو او عامه پوهاوی رییس او ویاند مولويشېر محمد حاتمي، کندهار ولایت ته د خپل سفر پر مهال د دغه. . .

شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۰ - ۱۲:۵۴
Background image

دکندهار و لایت د کوه‌کران څېړنیز فارم بریالۍ څېړنې


۱۰ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۰ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د کندهار ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وايي، چې د یاد ولایت کوه‌کران څېړنیز فارم، چې په ۱۳۹۹ هـ.ش کال کې د کندهار ښار په. . .

شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۰ - ۱۲:۵۰
Background image

د کرنې وزارت وياند د کندهار د کوه‌کران څېړنیز فارم څخه ليدنه


۱۰ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۰ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اطلاعاتو او عامه پوهاوی رییس او ویاند مولوي شېر محمد حاتمي، کندهار ولایت ته د خپل سفر پر مهال د دغه. . .

بازگشت