هلمند کې سلګونه بزګران وروزل شول 

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۳۰ - ۱۱:۵
هلمند کې سلګونه بزګران وروزل شول 

۳۰ زمری ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۷ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۷ هـ.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د کرنیزو چارو امریت اړوند د بوټو ساتنې او قرنطین عمومي مدیریت مسلکي کارکوونکو د باباجي په سیمه کې بزګرانو ته د جوارو د تني چینجي، د سپېرکي، کنو او سیاقاق ناروغیو د مخنیوي په موخه عامه پوهاوی ورکړ.
په دې پروګرام کې بزګرانو ته داسې کیمیاوي درمل ور وپېژندل شول، چې یاد افات او ناروغۍ له منځه وړي او چاپېریال ته یې زیان کم دی.
ددې پروګرام په ترڅ کې ګډونوالو بزګرانو د بازار د درملو په اړه شکایت وکړ او څرګنده یې کړه، چې په سیمه کې د زهرجنو درملو بوی خپور دی، خو بیا هم غوړ، شیره، کنې او نورې نباتي ناروغۍ په ښه ډول له منځه نه وړي. هغوی له کرنې ریاست څخه د معیاري درملو غوښتنه وکړه، څو کرنیزې ځمکې یې له افاتو خوندي پاتې شي.
مسوولینو بزګرانو ته سپارښتنه وکړه، چې د افاتو او ناروغیو د مخنیوي او هرزه‌وښو د کنټرول اساسي پروسیجرونه عملآ پلي کړي، تر څو ښه حاصلات تر لاسه کړي.

در هلمند صدها دهقان آموزش دیدند
۳۰ اسد ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۷ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۷ هـ.ق
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت هلمند از طریق آمریت امور زراعتی مربوط به مدیریت عمومی حفظ نباتات و قرنطین، برای دهقانان در منطقه باباجی برنامه آگاهی‌دهی عامه در مورد جلوگیری از آفات «کرم ساقه‌خوار جواری» و امراض «سپېرکی، کنو و سیاقاق» برگزار نمود.
در این برنامه، برای دهقانان ادویه کیمیاوی معرفی شد که آفات و امراض مذکور را از بین می‌برد و آسیب آن برای محیط زیست کمتر است.
در جریان این برنامه، دهقانان اشتراک‌کننده از کیفیت دواهای موجود در بازار شکایت نموده، اظهار داشتند که بوی دواهای زهرآگین در منطقه پخش شده، اما با وجود آن، روغن، شیره، کنه و سایر امراض نباتی به‌طور مؤثر از بین نمی‌رود. آنان از ریاست زراعت خواستار تأمین دواهای معیاری شدند تا زمین‌های زراعتی‌شان از آفات مصون بماند.
مسؤولین به دهقانان توصیه نمودند که برای جلوگیری از آفات، امراض و کنترول گیاهان هرزه، طرزالعمل‌های اساسی را به‌طور عملی تطبیق نمایند تا حاصل بهتر به دست آورند.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۳ - ۱۵:۳۱
Background image

د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د مالي او حسابي ریاست کارکوونکو سره ناسته وکړه

۱۳ سلواغه ۱۴۰۴ه‍.ش

۱۴ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۷ه‍.ق  

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر نن د دغه وزارت د مالي او حسابي ریاست له کارکوونکو سره. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۳ - ۱۵:۲۸
Background image

کونړ ته د کرنې وزارت د پلان لوی رییس او مل پلاوي سفر

۱۳ سلواغه ۱۴۰۴ه‍.ش

۱۴ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۷ه‍.ق

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او برنامو د همغږۍ لوی رییس، مولوي عبدالغفور د خپل مل پلاوي سره کونړ ولایت ته دخپل سفر په ترڅ. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۳ - ۱۵:۲۶
Background image

د نورستان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ نوی رییس معرفي شو

۱۳ سلواغه ۱۴۰۴ه‍.ش

۱۴ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۷ه‍.ق  

د نورستان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست نوی رییس، مولوي محمد ولي محسن د نورستان د مرستیال والي مولوي فیصل مختار له لوري د یاد. . .

بازگشت