هلمند کې د څارویو سرشمېرنه پېلېږي

ا لړم ۱۴۰۳ه.ش
۱۹ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۶ه.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د ملګرو ملتونو د خوړو نړۍوالې ادارې په همکارۍ د هېواد په کچه د څارویو ملي سرشمېرنه پیل کړی دی، چې په دې ترڅ کې د هلمند په ولایت کې ۶۳ تنه د څارویو روغتیا پالانو او وټرنر ډاکټرانو ته د څارویو د سرشمېرنې په پآر درې ورځنۍ رونیز پروګرام پای ته ورسېد،
د هلمند دکرنې ریاست چارواکي وایي، چې په همدې موخه دهلمند ولایت مرکز لښکرګاه او ١٨ ولسوالیو څخه نږدې ٦٣ تنو د څارویو روغتیا پالانو او وترنر ډاکترانو ته د یادې سر شمېرنې د چارو تر سره کولو په پار په کندهار ولایت کې درې ورځنی ورکشاپ په لاره اچول شوې وه، چې یاد ورکشاپ نن پای ته ورسېد .
دغه سر شمېرنه به د یادو کسانو پر مټ د هلمند ولایت مرکز لښکرګاه په ګډون په ١٨ ولسوالیو کې ترسره شي، چې وروسته به یې پایلې د کرنې، اوبولګولو او مالدارئ وزارت مقام ته وړاندې شي.
دهمدې سرشمېرنې د ارقامو له مخې به راتلونکي کې د هلمند ځایي مالدارانو ته د اړتیا وړ خدمات ترسره کېږي.