هلمند کې د ځمکې غصب مخنیوي تخنیکي پلاوي غونډه دائره شوه
٢۴ تله ۱۴۰۲ه.ش
۱ ربیعالثاني ۱۴۴۵ ه.ق
د هلمند ولایت د ځمکې د غصب مخنيوي او غصب شویو ځمکو د تثبیت تخنیکي پلاوي خپله ۷۰مه نوبتي غونډه ترسره کړه.
د هلمند ولایت د ځمکو د غصب مخنيوي او غصب سوو ځمکو د تثبیت تخنیکي پلاوي خپله ۷۰مه نوبتي ناسته د کرنې په ریاست کې ترسره کړه.
په یاده غونډه کې د یادې کمېټې رییس الحاج مولوي نظر محمد صدیقي تر څنګ نورو غړو هم حضور درلود.
تخنیکي پلاوي لومړی د کرنې په ریاست کې خپلمنځي ناسته وکړه او په ځینو مهمو موضوعاتو یې بحث او خبرې وکړې ، چې وروسته یې په جلاجلا توګه د مشخصو موضوعاتو په اړه لازم تصمیمونه ونیول.
د ناستې څخه وروسته د یاد پلاوي ځینو غړو په مرکز لښکرګاه کې د احمدشاه بابا د انسیتیتوت د ځمکې څخه لیدنه وکڔه او د نوموړي سیمې د منظور شوی پلان مطابق یې نظارت ترسره کړ.