هلمند کې د ځمکې غصب مخنیوي تخنیکي پلاوي غونډه دائره شوه
۳ تله ۱۴۰۲ه.ش
۱۰ ربیعالاول ۱۴۴۵ه.ق
د هلمند ولایت د ځمکې د غصب مخنيوي او غصب شویو ځمکو د تثبیت تخنیکي پلاوي خپله ۶۶مه نوبتي غونډه ترسره کړه.
د هلمند ولایت د ځمکو د غصب مخنيوي او غصب سوو ځمکو د تثبیت تخنیکي پلاوي خپله ٦۶مه نوبتي ناسته د کرنې په ریاست کې ترسره کړه.
په یاده غونډه کې د یادې کمېټې رییس الحاج مولوي نظر محمد صدیقي تر څنګ نورو غړو هم حضور درلود.
په نننۍ ناسته کې د ځمکو د غصب مخنیوئ او استرداد د انفاذ پر قانون چې تازه په ٤ فصلونو او ٢٢ مادو کې توشیح سوی دی خبرې وسوې او د تطبیق په اړه یې لازمې سلاء مشورې ترسره سوې.
تخنیکي پلاوي همدارنګه د موسی کلا ولسوالئ په مربوطاتو کې ددو قومونو ترمنځ پر رامنځته سوې املاکي موضوع بحث وکړ او مربوطه مرجع ته یې کتبي معلومات وړاندې کړل.
د نننئ ناستې په لړ کې تخنیکي پلاوي تصمیم ونیو ترڅو راتلونکي کې به له ګڼو اما/رتي ځمکو له نږدې لیدنې کوی او د خپلو کړنو راپور به د ځمکو د غصب مخنیوئ کمیسون سره شریکوي.
ددې ترڅنګ تخنیکي پلاوي د مرکز لښکرګاه په بیلابیلو سیمو کې د ګڼو اوسېدونکو د استوګنیزو نمرو او تجارتي ودانیو د رغولو په اړه خبرې وکړې او وې ویل چې یادو ستونزو ته به د اصولو او مقرراتو له مخې رسیده ګي وکړي
تخنیکي پلاوي په وروستیو کې د لسګونو مراجعینو املاکي ستونزي په مخامخ ډول واورېدې او د هغوئ د ستونزو د حل په برخه کې یې د اصولي کړنو ډاډ ورکړ.