هلمند کې د بېلابېلو مېوو ۳۵۰ جریبه نوي بڼونه جوړ شوي دي

content_admin
دوشنبه ۱۴۰۰/۱/۱۶ - ۱۵:۵۳
هلمند کې د بېلابېلو مېوو ۳۵۰ جریبه نوي بڼونه جوړ شوي دي

۱۶وری۱۴۰۰
دهلمند ولایت دکرنې،  اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د سولې بنسټ برنامې په همکارۍ په دې ولايت کې سږکال د انارو ، شفتالو او پلمو ۳۵۰ جریبه نوي سوداګريزې بڼونه جوړ کړي دي او تر څنګ یې پر بڼوالو کیمیاوي سرې هم وېشلي دي.
 د هلمند د کرنې رييس زلمی الکو وايي چې، تر دې مهاله د نوموړو بڼونو پایلې ښې ارزول شوي دي او تر ډېره یې ددې ولایت د خاورې، اوبو او هوا سره پراخه توافق ښودلي دي.
زلمی الکو وويل دکرنې ریاست د پلان له مخې هرکال بڼوالو ته سلګونه جریبه د بېلابېلو مېوه لرونکو ونو بڼونه جوړېږي، چې په هغو کې د سټروسو کورنۍ تر څنګ هغه مېوې، چې پراخه بازار لري په بې سارې توګه د ترویج او تکثیر په حال کې دي.
د یادو بڼونو له ډلې دشفتالو نیالیګو سږ کال تر ګل کولو وروسته لومړنی مېوه هم نیولې ده، چې د بزګرو  هيلې ورته زياتې شوي دي.
د هلمند د کرنې رييس وايي، چې په يادو بڼونو کې ټول اصلاح شوي نيالګي اېښودل شوي دي، چې د فني او مسلکي کارکوونکو لخوا روزل شوي دي.
په دې وروستيو کلونو کې د کرنې وزارت له خوا د هلمند په ټولو ولسواليو کې سلګونه جريبه بڼونه جوړ شوي، چې د ياد ولايت د بڼوالۍ د پراختيا او د بڼوالو د عوايدو د زياتوالي لامل شوي دي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۵:۱۴
Background image

هېواد کې ۵.۱۵ میلیونه مټریک ټنه غنم راټول شوي؛ د تېر کال په پرتله ۱۳.۴ سلنه زیاتوالی ښيي

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنیزې احصایې او معلوماتو د تنظیم ریاست د شمېرو له مخې، روان کال په ټول هېواد کې ۵.۱۵ میلیونه مټریک ټنه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۴:۵۳
Background image

پکتیکا کې د غنمو د حاصلاتو لوړولو په موخه د غنمو ننداریزې کروندې جوړېږي

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري، د افغانستان اسلامي امارت د پراختیایي بودیجې په چوکاټ کې، د کرنې، اوبولګولو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۹:۲۵
Background image

افغانستان کې د چرګانوپالنې د صنعت د پراختیا په اړه غونډه ترسره شوه

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني په مشرۍ، د ریاست‌الوزراء د اقتصادي معاونیت، مالیې او صنعت. . .

بازگشت