هرات کې د ورځې ۴۷ زره لیټره شېدې پروسس او عرضه کیږي
۲۷ لړم ۱۳۹۹
د هرات په ولایت کې د شېدو پروسس کوونکي شرکتونه، د وروځې نږدې ۴۷ زره لیټره شېدې پروسس او بازار ته وړاندې کوي. د هرات ولایت دکرنې ریاست چارواکي وایي، چې په دې ولایت کې د شېدو د پروسس ۵۰ لوی او واړه شرکتونه فعالیت کوي. دغه شرکتونه بېلابېل لبني توکي لکه، شېدې، مستې، چکه، کورت، ډول ډول پنیر، تروې، پېروی او آیسکریم تولیدوي او بازار ته وړاندې کوي. په منځنۍ کچه په دغو شرکتونو کې نږدې ۲۵۰ نارینه او ښځې په دندو بوخت دي.