هرات کې د شاتو د تولید سږني کچه ۲۰۰ ټنو ته ورسېد

mail-admin
دوشنبه ۱۳۹۹/۹/۱۰ - ۱۶:۴۳
هرات کې د شاتو د تولید سږني کچه ۲۰۰ ټنو ته ورسېد

۱۰ لیندۍ ۱۳۹۹
د هرات ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې ددې ولایت د شاتو دتولید سږنی کچه ۲۰۰مټریک ټنو ته ورسېد.
د هرات ولایت د کرنیزو چارو امر بشیر احمد وویل، چې د هرات ولایت په کچه د شاتو مچیو ۵۹۳ فارمونه فعالیت لري، چې له یادو فارمونو څخه سږکال ۲۰۰ مټریک شات تولید شوي دي.
هغه زیاته کړه، چې په دې ولایت کې کال تر بلې د شاتو مچیو روزنې فارمونه زیاتیږي. ددې ولایت د ښار مرکز او د انجیل، ګذرې، کرخ، رباط سنګي، غوریان، اردسکن، پشتون زرغون، اوبه، چشت شریف، شینډنډ او ګلران ولسوالیو کې تر نور ډېر شات تولید شوي دي.
د هرات په ولایت کې له دوو لارو شات ترلاسه کیږي، غرنۍ شات او د فارمونو شات. غرنۍ شات غوره کیفیت او مناسبه بیه لري. په کورنیو بازارونو کې یوه کلیو شاتو له ۷۰۰ تر زرو افغانیو خرڅیږي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۹:۲۵
Background image

افغانستان کې د چرګانوپالنې د صنعت د پراختیا په اړه غونډه ترسره شوه

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني په مشرۍ، د ریاست‌الوزراء د اقتصادي معاونیت، مالیې او صنعت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۲۲
Background image

پکتیا کې د غنمو او وربشو ۲۸ ننداریزې کروندې جوړیږي

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست لخوا ددې ولایت په مرکزګردیز، احمدابا، سیدکرم،میرزکه ، زرمت او روحاني بابا ولسوالیو کې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۱۷
Background image

د کرنې وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس په افغانستان کې د «سي‌اراس» مؤسسې له مسؤول سره وکتل

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري، په افغانستان کې د «سي‌اراس» نړۍوالې مؤسسې له. . .

بازگشت