نیمروز کې سږکال د څارویو د ناروغیو د خپرېدو مخه ونیول شوه
۳۰ سلواغه ۱۳۹۹
د نیمروز د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست، د خپل مالي کال په راپور کې وایي، چې د بېلابېلو پروګرامونو د پلي کېدو له لارې د څارویو د کانګو تبې او د انسانانو او څاریو ترمنځ دګډو ناروغیو مخه نیول شوې ده.
د کانګو تبې پر وړاندې د مبارزې په پروژه کې د غوجلو دواپاشي او پر حیواناتو د «PPR» واکسین پلي کول دي. د یاد ریاست په خبره د روان کال په ترڅ کې په دوو پړاوونو پسرلني او مني کې ۸۲۱ غوجلې دواپاشي شوي او ترڅنګ یې ۴۱ زره او ۳۶۰ څاروي واکسین شوي دي.