نورستان کې بڼوالو ته د قدرتي سرچینو ساتنې او د نیالګیو د پالنې په اړه روزنه ورکړل شوه

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۰ - ۱۱:۱۷
211

۲۰ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۲ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د نورستان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د بڼوالو د وړتیا لوړولو او د قدرتي سرچینو د ساتنې په موخه بڼوالو ته مسلکي او تخنیکي روزنه ورکړې ده.
ددې روزنې په ترڅ کې کې شاوخوا ۸۰ تنو بڼوالو ته د قدرتي سرچینو د ساتنې، د نیالګیو د کېنولو او د هغو د پالنې په برخه کې مسلکي او فني روزنه ورکړل شوه، څو بڼوال وکولای شي د ونو د سمې روزنې او ساتنې له لارې د خپلو بڼونو حاصلات زیات او د چاپېریال ساتنې ته هم پاملرنه وکړي.
همدارنګه د کوشت کلي اړوند د مالدارۍ د مرکز د فعالولو په موخه د سیمې له خلکو سره د شورا ناسته هم ترسره شوه. په دې ناسته کې ګډونوالو ته د مالدارۍ د مرکز له وسایلو څخه د سمې او اغېزمنې استفادې په اړه لازمې سپارښتنې وشوې.
د نورستان د کرنې ریاست چارواکي وایي، دا ډول فعالیتونه د بزګرانو او مالدارانو د وړتیاوو د لوړولو، د قدرتي سرچینو د ښه مدیریت او د کرنې او مالدارۍ د سکتور د پیاوړتیا لپاره مهم رول لري.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۵:۴۹
Background image

د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د میدان وردګو ولایت د کرنې ریاست څخه لیدنه وکړه

۱۲ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۹ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر، میدان وردګو ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د دغه ولایت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۵:۳۹
Background image

د کرنې وزارت چاراکو د افغانستان د وټرنرۍ کاري ځواک د پراختیا په سمپوزیم کې ګډون وکړ

۱۲ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۹ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت چارواکو د افغانستان د وټرنرۍ کاري ځواک د پراختیا په سمپوزیم کې، چې د «له زده‌کړې څخه د باکیفیته. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۵:۳۸
Background image

پکتیکا کې د شنو ونو د ناقانونه وهلو په تړاو دوه تنه ونیول شول

۱۲ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۹ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست وايي، چې د شکین ولسوالی په دوو بېلابېلو سیمو کې د شنو ونو د ناقانونه پرېکولو په تړاو. . .

بازگشت