ننګرهار کې یوشمېر کروندګرې مېرمنې د خوړو د پروسس په برخه کې وروزل شول

content_admin
چهارشنبه ۱۳۹۸/۸/۸ - ۱۵:۲۷
 ننګرهار کې یوشمېر کروندګرې مېرمنې د خوړو د پروسس په برخه کې وروزل شول

۸ لړم ۱۳۹۸
د ننګرهار د کرنې، ابولګولو او مالدارۍ ریاست د کرنې د ودې او کلیوالي پراختیا پروژې له لارې ددې ولایت د اچین، شیرزاد، کوټ، رودات، خوګیاڼي او چپرهار ولسوالیو یو شمېر کروندګرې مېرمنو ته د خوړو د پروسس په برخه کې روزنه وکړه.
دغه مخکښې کروندګرې مېرمنې په یوه څلور ورځنۍ روزنیز پروګرام کې په عملي او نظري دول د مڼې، ګازرې او الوچې مربا او دغه راز د اچارو او رُب جوړلو لارې چارې زده کړل. دغه مېرمنې مسوولیت لري، چې په خپلو ولسوالیو کې ۳۶۰ نورو مېرونو ته چې د وړو او سوداګریزو شنوخونو په برخه کې فعالیت لري په یادو برخو کې روزنه ورکړي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۲۲
Background image

پکتیا کې د غنمو او وربشو ۲۸ ننداریزې کروندې جوړیږي

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست لخوا ددې ولایت په مرکزګردیز، احمدابا، سیدکرم،میرزکه ، زرمت او روحاني بابا ولسوالیو کې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۱۷
Background image

د کرنې وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس په افغانستان کې د «سي‌اراس» مؤسسې له مسؤول سره وکتل

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري، په افغانستان کې د «سي‌اراس» نړۍوالې مؤسسې له. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۴:۵۷
Background image

بادام‌باغ کې د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو د نندارتون د جوړېدو په موخه د همغږۍ غونډه ترسره شوه

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري، د افغانستان د نړۍوال نندارتونونو د مرکزي ادارې. . .

بازگشت