ننګرهار کې په امارتي ځمکو جوړ شوو ښارګوټو کې د کورونو د تثبیت چارې پیل شوې

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۲۱ - ۱۰:۳
ننګرهار کې په امارتي ځمکو جوړ شوو ښارګوټو کې د کورونو د تثبیت چارې پیل شوې

۲۱ لېندۍ ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۰ جُمَادَى الثاني۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې وزارت د ښاري سیمو د ثبت رییس مولوي عبدالصمد پاڅون په داسې حال کې، چې د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد ولي محسن یې ملتیا کوله د تخنیکي کارکوونکو پر مټ په ننګرهار کې د پینځو امارتي تثبیت شوو ښارګوټو د کورونو د ثبت پروسه پیل کړه.
په همدې حال کې د کرنې وزارت د ښاري سیمو د ثبت رییس مولوي عبدالصمد پاڅون او د ننګرهار د کرنې رییس مولوي محمد ولي محسن د شمشاد مېني اوسېدونکو او قومي مخورو سره ناسته ترسره کړه.
ښاغلي محسن وویل، چې  د غصب مخنیوی کمیسیون حق حقدار ته سپارلو، عدالت تامئین، ځمکو تشخیص او تثبیت په موخه جوړه شوي ده.
د ننګرهار دکرنې رییس زیاته کړه، چې په ننګرهار کې پینځه ښارګوټي شمشاد مېنه، دولتزیو فامیلي، سیاسنګ، سرخ دیوال او قاسم آباد ښارګوټی چې د یو شمیر خلکو له خوا غصب شوي وو، تر هراړخیزې څیړنې وروسته معلومه شوه، چې یاد ښارګوټي په امارتي ملکیتونو کې جوړ شوي دي.
دغه راز د کرنې وزارت د ښاري سیمو د ثبت رئیس مولوي عبدالصمد پاڅون د سیمي خلکو سره د کورونو د ثبت پروسې، د کورنو څرنګوالي او نورو اړونده برخو کې معلومات شریک کړل.
ښاغلي پاڅون وویل، چې د کورونو ثبت د امیرالمومنین حفظه لله د حکم مطابق په عادلانه ډول ترسره کېږي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۳:۴۸
Background image

کرنې وزارت کې د هېواد د ځنګلونو د ساتنې او چارو د تنظیم په موخه غونډه ترسره شوه

۲۲ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اوبو لګولو او قدرتي سرچینو مرستیال مولوي بازمحمد فیضان په مشرۍ د هېواد د ځنګلونو د ساتنې او چارو د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۰:۱
Background image

غور ولایت کې د څړځایونو د سروې او تثبیت بهیر پیل شو

۲۲ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د غور په ولایت کې د څړځایونو د سروې او تثبیت بهیر پرانیستغونډه د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د استول شوي پلاوي او د دغه ولایت د سیمه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۹:۳
Background image

کونړ کې د کرنیزو او مالدارۍ پروژو د همغږۍ او پراختیا په موخه سکتوري غونډه ترسره شوه

۲۲ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کونړ د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په مشرۍ د ۱۴۰۵ لمریز کال د تلې میاشتې سکتوري غونډه د کرنیزو او مالدارۍ فعالیتونو د ارزونې، د روانو. . .

بازگشت