ننګرهار کې پر یوشمېر بڼوالو د بڼوالۍ اړوندو توکو وېش لړۍ پیل شوه

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۰ - ۹:۳۱
ننګرهار کې پر یوشمېر بڼوالو د بڼوالۍ اړوندو توکو وېش لړۍ پیل شوه

۹ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۹ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو د ډاکار خیریه موسسې له لورې د ننګرهار په رودات، هسکه مېنه او کوټ ولسوالیو کې  ۱٠۰ تنو بڼوالو ته د یو میلیون او ۵۰ زره افغانیو په لګښت د بڼونو ښه مدیریت او د بڼوالۍ محصولاتو دلوړ او باکیفت تولید په موخه د بڼوالۍ وسایل او هیومیک اسید سرو وېش لړۍ پیل شوه.
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد ولي محسن وویل، چې هر بڼوال ته اته کیلو ګرامه   هیومیک اسید عضوی سره او په وسایلو کې زینه، درمل شیندلو پمپ، دستکشې، ماسک، عینکې، بېلچه،  ښاخبرۍ قیچې، اره، او د مېوو ټولو پچۍ ورکړل شوي.
ښاغلي محسن زیاته کړه، چې یادو بڼوالو ته څه موده وړاندې د یادې موسسې له لورې یوجریبه د چینایې لیمو او سره املوکو بڼونه هم کرل شویدي.
د ډاکار مؤسسې د ساحوي د فتر مسؤل انجنیر جواد رفیقي وویل، چې  یادو بڼوالو ته د بڼوالۍ د ښه مدیریت په اړه په دوامداره ډول روزنیز پروګرامونه په لاره اچول شوی، ترڅو بڼوال د خپلو بڼونو څخه سالمه ساتنه وکړي او ښه حاصل ترلاسه کړي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۲۷
Background image

روزګان کې د لبنیاتو دوه معیاري مرکزونه فعال شول

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د روزګان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د هالنډ کمېټې په مالي ملاتړ، د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ او دهراوود ولسوالی. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۳۱
Background image

بلخ کې د شېدو راټولولو مرکز جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د بلخ ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همکارۍ، د «ډي‌سي‌اې» مؤسسې په مالي او تخنیکي ملاتړ او د بلخ ولسوالی د کرنیزو خدمتونو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۳۰
Background image

د خوست صبریو او یعقوبیو ولسوالی کې پر سلګونو بزګرانو د اصلاح شویو غنمو تخمونه وېشل کېږي

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په چوکاټ کې، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي ملاتړ او د «اوآرډي». . .

بازگشت