ننګرهار کې له کډوالۍ راستنو شویو کورنیو ته د غنمو او نغدي مرستو د وېش بهیر پیل شو
۲۰ سلواغه ۱۴۰۴ه.ش
۲۱ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۷ه.ق
د عاليقدر امیرالمؤمنین حفظهالله د فرمان پر بنسټ، په ننګرهار ولایت کې له کډوالۍ نویو راستنو شویو کورنیو لپاره د غنمو او نغدي مرستو د وېش بهیر د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري له لوري، د ننګرهار والي ملا محمد نعیم اخند، سیمهییزو چارواکو او یو شمېر راستنو شویو کډوالو په حضور کې په رسمي ډول پیل شو.
د یاد بهیر د پیل پر مهال دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري وویل، دا پروګرام د راستنېدونکو کډوالو د ملاتړ لپاره د حکومت د منظم او هدفمند اقدامونو یوه برخه ده او د اسلامي امارت د رهبرۍ جدي اراده څرګندوي، څو د کډوالو بېړنیو او اساسي ستونزو ته رسېدنه وشي. نوموړي زیاته کړه، د اسلامي امارت رهبرۍ د راستنو شویو کورنیو د ستونزمن وضعیت په درک کولو سره لارښوونه کړې ده، چې خوراکي او نغدي مرستې په شفاف او عادلانه ډول مستحقو کسانو ته ووېشل شي، تر څو هغوی وکولای شي په اوسنیو شرایطو کې خپل ژوند بېرته سمبال کړي.
د کرنې وزیر همدارنګه ټینګار وکړ چې د یادو مرستو وېش یوازې په یوه ولایت پورې محدود نه دی، بلکې په ټول هېواد کې روان دی او دا مهال په ډېر شمېر ولایتونو کې په هممهاله توګه عملي کېږي.
د ننګرهار دکرنې رییس مولوي عبدالستار اخندزاده د يادې مرستې له شفافيت څخه ډاډ ورکړ او زياته يې کړه، چې دغه خوراکي غنم دي چې ورسره به د راستنو شويو هېوادوالو ستونزه تر یو وخته حل شي.
د ننګرهار دکرنې رییس زیاته کړه، چې د دې بهیر په ترڅ کې به په ننګرهار ولایت کې ۱۲۰۰ راستانه شویو کډوالو کورنیو ته غنم او نغدي مرستې ووېشل شي.
د سوداګرو په استازيتوب ډاکتر مخلص راستنو شويو هېوادوالو ته د مرستې، همکارۍ او کاري فرصتونو په رامنځته کولو کې ډاډ ورکړ او زياته يې کړه، چې سوداګر او پانګوال په خپله برخه کې لازمه پاملرنه وکړي.
یو شمېر راستانه شویو کډوالو هم د دې اقدام مننه وکړه او ویې ویل، چې دغه مرستې د هغوی د معیشتي وضعیت په ښه کېدو کې مهم رول لري او د دوی د ځینو بېړنیو ستونزو د کمولو لامل ګرځي.
یادې مرستې د اسلامي امارت د حمایوي پروګرامونو په چوکاټ کې او د کډوالو د بېړنیو اړتیاوو د پوره کولو په موخه وېشل کېږي.
در ننگرهار روند توزیع گندم و کمکهای نقدی برای خانوادههای عودتکننده از مهاجرت آغاز شد
۲۰ دلو ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۱ شعبان المعظم ۱۴۴۷ هـ.ق
بر اساس فرمان عالیقدر امیرالمؤمنین حفظهالله، روند توزیع گندم و کمکهای نقدی برای خانوادههای تازهعودتکننده از مهاجرت در ولایت ننگرهار، بهگونه رسمی از سوی مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری، با حضور ملا محمد نعیم آخند والی ننگرهار، مقامهای محلی و شماری از مهاجران عودتکننده آغاز گردید.
در مراسم آغاز این روند، مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری گفت که این برنامه بخشی از اقدامات منظم و هدفمند حکومت برای حمایت از مهاجران عودتکننده است و اراده جدی رهبری امارت اسلامی را برای رسیدگی به مشکلات فوری و اساسی آنان نشان میدهد. وی افزود که رهبری امارت اسلامی با درک وضعیت دشوار خانوادههای عودتکننده هدایت داده است تا کمکهای غذایی و نقدی بهگونه شفاف و عادلانه به مستحقان توزیع گردد تا آنان بتوانند در شرایط کنونی زندگیشان را دوباره سامان دهند.
وزیر زراعت همچنان تأکید کرد که توزیع این کمکها محدود به یک ولایت نیست، بلکه در سراسر کشور جریان دارد و هماکنون در بسیاری از ولایتها بهصورت همزمان تطبیق میشود.
مولوی عبدالستار آخندزاده رئیس زراعت ننگرهار از شفافیت روند توزیع این کمکها اطمینان داد و گفت که این گندمهای خوراکی میتواند تا مدتی مشکلات خانوادههای عودتکننده را کاهش دهد. وی افزود که در چارچوب این روند، در ولایت ننگرهار برای ۱۲۰۰ خانواده مهاجر عودتکننده گندم و کمک نقدی توزیع خواهد شد.
به نمایندگی از تاجران، داکتر مخلص اطمینان داد که در زمینه کمک، همکاری و ایجاد فرصتهای کاری برای عودتکنندگان تلاش خواهد شد و افزود که تاجران و سرمایهگذاران در این راستا مسئولیت خود را ادا خواهند کرد.
شماری از مهاجران عودتکننده نیز از این اقدام قدردانی کرده و گفتند که این کمکها نقش مهمی در بهبود وضعیت معیشتی آنان دارد و باعث کاهش برخی از مشکلات فوریشان میشود.
این کمکها در چارچوب برنامههای حمایتی امارت اسلامی و به هدف تأمین نیازهای فوری مهاجران عودتکننده توزیع میگردد.
