ننګرهار کې لسګونه اړمنو کورنیو ته د چرګانو واړه فارمونه جوړ شول

user-admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۷/۲۹ - ۱۶:۰
ننګرهار کې لسګونه اړمنو کورنیو ته د چرګانو واړه فارمونه جوړ شول


۲۹ تله ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۷ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۶ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له خوا د ستاسو غږ«وا،وي،او» مؤسسې په همکارۍ ددې ولایت د کوټ او بټي کوټ ولسوالیو ۱۴۰ اړمنو کورنیو ته د دوی د اقتصادي پیاوړتیا په پار د چرګانو واړه فارمونه جوړ شوي دي.
د ننګرهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوی محمد ولي محسن وویل، چې هرې ګټې اخیستونکې کورنۍ  ته د نغدې پیسې ترڅنګ  ۳۰ قطعې کورني چرګان، د چرګانو دانه، درمل،  دانه خوري او ابخوري، مرغانچې، جالۍ، کړکۍ، دروازې او نور اړین توکي ورکړل شوي دي. 
ښاغلی محسن وویل، چې د چرګانو د ورکړي موخه په کور دننه بېوزله کورنیو ته د کار زمینه  برابرول دي؛ ترڅو د خوړو خوندیتوب رامنځته او کورنۍ پر ځان بسیا شي.   
دغه راز یادو کورنیو ته د چرګانو پاللو،  ناروغیو مخنیوی د واکسینونو تطبیق کولو او ګڼو نورو برخو کې روزنه هم ورکول کېږي.
 ددغو مرستو موخه په دې ولایت کې د چرګانو روزنې صنعت ته پیاوړتیا ورکول او د بېوزله او کونډو مېرمنو اقتصادي ودې ته په کور دننه زمینه برابرول دي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۳/۹/۳ - ۱۰:۴۷
Background image

د کندهار ارغنداب کې د طبیعي سرچینو ساتنې او پراختیا په پار هڅې

۳ لېندۍ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۱ جُمَادَى الأول ۱۴۴۶ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست؛ د ارغنداب ولسوالی د څړځایونو د تنظیم مسؤلینو له خوا د طبیعي بوټو، رودخونو او څړځایونو د ساتنې. . .

شنبه ۱۴۰۳/۹/۳ - ۱۰:۳۹
Background image

د کرنې او مالدارۍ په برخه کې د خصوصي سکتور لپاره د پانګونې د اسانتیا پلان جوړولو غونډه دائره شوه

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدر اعظم عثماني په مشرۍ د کرنې او مالدارۍ په برخه کې د خصوصي سکتور لپاره د پانګونې د اسانتیا پلان جوړولو غونډه د کرنې. . .

شنبه ۱۴۰۳/۹/۳ - ۱۰:۳۷
Background image

په فراه کې پر سلګونو بزګرانو کیمیاوي سره ووېشل شوه

د فراه ولایت پشت رود ولسوالۍ کې ۱۲۹ بزګرانو ته کیمیاوي سره ووېشل شوه. دا مرسته د فراه د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ، د (آر، او، پي) موسسې په تخنیکي همکارۍ او د (یو، ان، ډي. . .

بازگشت