ننګرهار کې شاړو ځمکو ته د اوبو رسولو نهه شبکي جوړېږي

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۴ - ۱۳:۱۸
ننګرهار کې شاړو ځمکو ته د اوبو رسولو نهه شبکي جوړېږي

۴ وری ۱۴۰۴ ه‍.ش
۲۴ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۶ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست سره په همغږۍ له جرمونو او مخدره توکو سره د ملګرو ملتونو د مبارزې ادارې له خوا ددې ولایت په ګوشتي، کامه، سره رود او لعلپورې ولسوالیو کې هغو ځمکو ته چې د سیند څخه په لوړه ارتفاع کې پرتې وې او اوبه نه ور رسېږي د سولر سیستم په مرسته ورته د اوبورسولو سیسټم جوړېږي.
د ملګرو ملتونو د پروژه یي چوپړتیاوو اداري د اوبو دچټکي بیا رغونې پروژي د دولتي او ټولنیزې همغږۍ مسؤل ذاکر الله ذکي وویل، چې «یو،ان،او،پي،اس» په یادو ولسوالیو کې ځمکو ته د اوبو رسولو ۹ شبکي جوړوي، چې پدې سره به ۱۸۰۰ جریبه ځمکه اباده او خړوبه شي.
ښاغلي ذکي زیاته کړه، چې ددغو پروژو په بشپړېدو سره به څه باندې ۶ زره کسانو ته په مستقیم او غیر مستقیم ډول د کار زمینه هم برابره شي او همدارنګه به یادې پروې خصوصي سکتور ته په واک کې ورکړل شي او داصولو له مخې به د بزګرانو سره د اوبو رسولو په برخه کې مرسته وکړي.
دغه راز د ملګرو ملتونو د کرنې او خوړو ادارې له لورې به دبزګرانو سره د اصلاح شوي تخمونو، کیمیاوی سرو، کرنیزو وسایلو او روزنې په برخو کې مرستي هم وکړي.
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد ولي محسن یاده چاره داوبو ښه مدیریت په برخه کې نیک اقدام وباله او په ټولو قانوني برخو کې همکارۍ ډاډ ورکړ.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۱۶:۲۴
Background image

ننګرهار کې زرګونو کوچنیو څارویو ته د چیچک واکسین کمپاین پیل شو

۲۷ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۴ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار ولایت په ۱۴ ولسوالیو کې ۵۸ زره کوچنیو څارویو ته د چیچک ناروغۍ د مخنیوي واکسینونو د تطبیق کمپاین پیل شو.
دغه کمپاین د ننګرهار. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۱۰:۴۷
Background image

بادغیس کې د بروسلوز ناروغۍ د سروې او څارویو څخه د وینې اخیستلو پروژه پیل شوه

۲۷ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۴ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د بادغیس ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري په دغه ولایت کې د بروسلوز ناروغۍ د موجودیت او خپرېدو د کچې د معلومولو په موخه د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۹:۳۶
Background image

د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د بدخشان د کرنې ریاست فعالیتونه و ارزول

۲۷ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۴ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر، بدخشان ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د کرنې. . .

بازگشت