ننګرهار کې سلګونه بېوزله مېرمنو ته د شېدو غواوې ورکول کېږي

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱۹ - ۱۱:۳۲
ننګرهار کې سلګونه بېوزله مېرمنو ته د شېدو غواوې ورکول کېږي

د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو د (نه انلوس) مؤسسې له لورې د ننګرهار په بهسود، سره رود، کامه او دره نور ولسوالیو کې ۱۷۸ بېوزله او کونډو مېرمنو ته د شېدو غواوې ورکول کېږي.
په همدې موخه د نه انلوس مؤسسې د روم دفتر تخنیکي مشاور ډاکتر مصطفي وزیري او د ختیځ زون دفتر مسؤل عبدالمالک قریشي د ننګرهار دکرنې رییس سره په کتنه کې، د خپلو روانو او راتلوونکو پروګرامونو په تړاو معلومات وړاندې کړل او دننګرهار دکرنې ریاست د همکاریو څخه یې مننه وکړه.
ښاغلي وزیری وویل، چې په ننګرهار کې ۱۷۸ هغو کونډو  مېرمنو ته چې دکورنۍ مسؤلیت ور ترغاړي وي د شېدو غواوې ورکوي، ترڅو د خپل کورنۍ ورځنۍ اړتیاوې پرې پوره کړي.
نوموړې په ننګرهار کې په نورو بېلا بېلو برخو کې د فعالیتونو ترسراوي کې د ننګرهار د کرنې رییس څخه د همکارۍ غوښتنه وکړه.
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد ولي محسن د مؤسسې مسؤلینو ته په ټولو قانوني چارو کې د همکارۍ او همغږۍ ډاډ څرګند کړ.
همدارنګه د ننګرهار دکرنې رییس د کرنې او مالدارۍ په مختلفو برخو کې د پروژو د پلي کولو غوښتنه وکړه، چې د ښاغلي وزیري له لورې ورته د همکارۍ ډاډ ورکړل شو.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۱۵:۳۰
Background image

د افغانستان د کرنې او مالدارۍ په نندارتون کې د څه باندې ۲۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت ۷۴ هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول

۲۵ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
په کابل کې د افغانستان د کرنې او مالدارۍ د نړۍوال نندارتون له پای ته رسېدو سره هم‌مهاله، د افغانستان د کرنې او مالدارۍ خونې رییس، خان. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۱۴:۵۷
Background image

د کرنې وزارت د مالي او اداري مرستیال له لوري د تخار د کرنې ریاست د فعالیتونو ارزونه

۲۵ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر تخار ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د کرنې ریاست. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۹:۵۶
Background image

د ننګرهار په کوټ ولسوالی کې ۳۰ اړمنو کورنیو ته دوه کلنې بلاربې خوسکۍ ووېشل شوې

۲۵ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ډاکار مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د «ډانیډا»مؤسسې  په مالي ملاتړ، د کوټ ولسوالی ۳۰. . .

بازگشت