ننګرهار کې د ګلپيو د کرکېلې ښې پایلې؛ سږ یې حاصلات ډېر شوي

content_admin
یکشنبه ۱۳۹۹/۸/۱۸ - ۱۴:۲
ننګرهار کې د ګلپيو د کرکېلې ښې پایلې؛ سږ یې حاصلات ډېر شوي

ګلپي د هېواد په ډېرو ولایتونو کې کرل کیږي، خو د ختیځ زون په دوو ولایتونو «لغمان او ننګرهار» کې بیا د ګلپیو تولید او کرکېله، ښې پایلې لري.
ننګرهار کې د ګلپیو ترڅنګ یو شمېر نور سابه لکه «بنډۍ، رومي بانجان، تور بانجان، بادرنګ، کدو، کدوګک، پالک، پیاز، کچالو، ګندنه، کرم، کاهو، شلغم، ملي سرخک، سپین ملی او ترایي» هم په پراخه کچه کرل کیږي خو سږ یې د ګلپیو کرکېله او تولید د پام وړ دي.
د ننګرهار ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس انعام الله صافی وایې، چې سږکال ددې ولایت په یو زر او ۸۶۱ هکټاره ځمکه ګلپیان کرل شوي، چې حاصلات یې د پام وړ ډېر شوي دي. د ښاغلي صافي په خبره سږکال د ګلپیو د حاصلاتو ټولیزه کچه ۲۵ زره او ۸۴۲ ټنو ته رسیږي، چې زرګونو  کسانو ته په دې برخه کې د کار زمینه برابره شوې ده.
د دغه ولایت تولید شوي ګلپیان د پلازمېنې کابل ترڅنګ؛ کونړ، بغلان، غزني، وردګ، پروان، کاپیسا، لوګر او پکتیا ولایتونو ته هم لیږل کیږي او په منځنۍ کچه يو ټن ګلپي په څه باندې۱۲ زره افغانۍ پلورل کیږي.
د ننګرهار په ټولو ولسوالیو کې د ګلپیو کرکېله کیږي خو «چپرهار، کوزکونړ، ګوشته، کامه، غني خېل، بټي کوټ، دره نور، رودات، بهسود او سره رود» ولسوالیو کې بیا د ګلپیو کرکېله تر نورو هغو پراخه ده او سلګونهکسان په نېغه په دې برخه کې په کار بوخت دي.
د ننګرهار د کرنې رییس انعام الله صافی وایي، چې ددې ولایت ۱۵ سلنه بزګران د ګلپیو په کرکېله بوخت او خپلې ورځنۍ اړتیاوې پرې پوره کوي. ښاغلی صافی وویل، چې د ګلپیو کرکېله په ټوله کې درې میاشتې وخت نیسي، چې کرکېله یې د زمري په میاشت کې پیل او د تلې په میاشت کې حاصل ته رسیږي.
ننګرهار کې څو ډوله ګلپي کرل کیږي، چې سیمه ییز نومونه یې ګرمه او سرده ده، خو ددې ولایت ډېری بزګران بیا د ګلپیانو سرده ډول او سیکاټا جاپاني ډېر خوښوي او کري.په دې ولایت کې ګلپي د بزغلي په ډول په پولو او پټیو کې کرل کیږي.
د هېواد د ختیځ زون ډېرې سیمې د سبو کرکېلي او تولید لپاره ښه او مناسب ځای دی، په همدې موخه د ننګرهار ولایت ډېری بزګران په پراخه کچه سابه کري او له همدې لارې خپل ورځنۍ اړتیاوې پوره کوي.
د ننګرهار یوتن بزګر احمد ولي وایي، ۲۵ کاله کیږي، چې د ګلپیو کرکېله کوي هغه له خپلو حاصلاتو خوښ دی او وایي، چې د نورو کلونو په پرتله سږکال یې د کلپیو حاصلات زیات شوي دي، هغه د خپلو حاصلاتو د زیاتوالي لامل د کرنې ریاست هر اړخیزې همکارۍ او د ګلپیو د کروندو زیاتوالی یاده وي. احمد ولي وویل «لس جریبه ځمکه کې مې ګلپیان کرلي دي، که خدای کول له دغو کروندو څخه به په درېوو پړاوونو کې ۳۰ زره ګلپیان راټول او خرڅ کړم.»
د انعام الله صافی په خبره ددې ولایت د ګلپیو د سږني حاصلاتو د زیاتوالي اصلي لاملونه د ننګرهار د کرنې ریاست له خوا بزګرانو سره هر اړخیزې مرستې، د افتونو او ناروغیو کنټرول، پر بزګرانو کیمیاوي سرې او درمل وېشل او بزګرانو ته روزنیزې برنامې په لاره اچول دي.
ګلپي په بدن کې د سرطاني سلولونو د ودې مخه نیسي، د کولمو دردونه او ناروغۍ له منځه وړي او نورو غذایي موادو ته لار برابروي، چې په اسانۍ سره هضم شي.
دا چې ګلپي په خپل ترکیب کې انتي اکسیدان لري، نو د سرطان پر وړاندې د بدن تر ټولو ښه ساتونکی دی. په ګلپي کې شته فیبر د ژر وږي کېدو مخه نیسي او د هاضمې سيستم هر ډول ستونزې له منځه وړي او ساتنه یې کوي.
څېړنو ثابته کړې چې د ګلپي معدني مواد او په ټوله کې غذایي ارزښت یې د دې لامل کېږي چې د انسان د بدن ټول ويټامینونه پوره کړي؛ ټیامین، ریبوفلاوین، نیاسین، پانټوټنیک، اسید، کلسیم، اوسپنه، مګنزیم، فاسفور، پټاشیم او مګنيزیم د ګلپي معدنې مواد او ويټامینونه دي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۶:۶
Background image

میدان وردګو کې د ګیلاسو سوداګریزو بڼونو د پراختیا په پار هلې ځلې؛ ډېر شمېر بزګران وروزل شول

۱۹ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۱ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګو ولایت په جغتو، دایمیرداد، نرخ، چک، سیداباد، مرکز او جلریز ولسوالیو کې د ګیلاسو د سوداګریزو بڼونو د پراختیا په موخه مهم. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۶:۳
Background image

دکرنې وزارت له‌خوا صنعت او سوداګرۍ وزارت ته ځمکه ولېږدول شوه 

۱۹ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۱ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د ځمکو چارو ریاست چارواکي وایي، چې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د فرمان له مخې د کرنې وزارت د ځمکو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۶:۲
Background image

د میدان وردګو لومړی حصې ولسوالی کې د اوبو د مدیریت پروژو سروې بشپړه شوه

۱۹ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۱ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګ ولایت د لومړي حصې ولسوالی په بېلابېلو حوزو کې د «ډاکار» مؤسسې تر چتر لاندې، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د چارواکو په. . .

بازگشت