ننګرهار کې د کرنیزو محصولاتو مدیریت د پروژې چارې ۸۵ سلنه بشپړ شوي دي

content_admin
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۷/۲۲ - ۹:۲۶
ننګرهار کې د کرنیزو محصولاتو مدیریت د پروژې چارې ۸۵ سلنه بشپړ شوي دي
۲۲ تله ۱۳۹۹
دکرنې وزارت د کرنیزو محصولاتو مدیرت د پروژې په اډانه کې د ننګرهار ولایت په مرکز او ۱۴ ولایتونو کې د ۱۳۷ میلیونه افغانیو په لګښت د ۳۷۸ پروژې چارې څو میاشتې وړاندې پیل کړي دي، چې اوس یې رغنیزې چارې ۸۵ سلنه بشپړ شوي دي. ددغو پروژو لس سلنه لګښت برخمن شوي بزګران ورکوي، چې په کې د کچالو ۱۲ او د پیازو ۳۶۶ صفر انرژۍ زېرمتونونه شامل دي.
د کرنیزو محصولاتو مدیریت پروژه په ټول هېواد کې بڼوالو او بزګرانو ته نږدې ۱۲ زره ودانۍ جوړوي او دغه راز د سبو او مېوو د وچوونکو دستګاوو په وېش سره سلګونو مېرمنو ته د کار زمینه برابروي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۸/۳۰ - ۱۶:۱۳
Background image

ننګرهار کې ۱۰۰ تنو د ستروسو او سبو پروسس کوونکو ته د ۲.۶ میلیونه افغانیو په ارزښت وسایل ووېشل شول

۳۰ لړم ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۰ جُمَادَى الثانی ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د «ډاکار» مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د نشه‌یي توکو او جرمونو سره. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۶ - ۱۱:۵
Background image

نورستان کې سلګونو اړمنو بزګرانو ته د اصلاح شویو تخمونو او کیمیاوي سرو د وېش لړۍ پیل شوه

۶ لړم ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۶ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د نورستان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ، د خوړو او کرنې نړۍوالې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي ملاتړ او د «اې‌وای‌اس‌او» مؤسسې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۶ - ۹:۳۰
Background image

ننګرهار کې د غنمو ننداریزو کروندو لپاره اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې ووېشل شوې

۶ لړم ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۶ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په تخنیکي همکارۍ او د کرنې وزارت په مالي ملاتړ، د دغه ولایت په اوو ولسوالیو کې د غنمو ننداریزو. . .

بازگشت