ننګرهار کې د ښه مدیریت او اداري نظم ورکشاپ ترسره شو

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۴ - ۱۵:۳۱
ننګرهار کې د ښه مدیریت او اداري نظم ورکشاپ ترسره شو

۱۴ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۴ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق 
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کارکوونکو چارو رییس مولوي محمد عثمان ترابي، چې دیاد ریاست  سلاکار محمد حنیف احسان یي ملتیا کوله د ننګرهار ولایت ته د سفر پر مهال د فعالیتونو څارنه او ارزونې ترڅنګ د ښه مدیریت تر عنوان لاندې کارکوونکو ته روزنیز ورکشاپ ترسره کړ.
د کرنې وزارت د کارکوونکو چارو رییس مولوي محمد عثمان ترابي د یاد سفر موخه د اداري فعالیتونو نظارت او ارزونه، د ښه مدیریت د اصولو ترویج او د کارکوونکو د ظرفیت لوړولو په موخه د روزنیز ورکشاپ دایرول یاد کړ.
 ښاغلي ترابي د ننګرهار د کرنې ریاست امرینو سره په ناسته کې  د ښه مدیریت، ولس ته د شفافو خدماتو د وړاندې کولو، اداري نظم او ډسپلین په اړه هر اړخیزې خبرې وکړې او هغه ټینګار وکړ چې اغېزمن مدیریت د ادارو د پرمختګ او د خلکو د باور د پیاوړتیا بنسټ جوړوي.
 دننګرهار د کرنې ریاست د عشر امر مولوی سلیمان اسامه  د ښاغلي ترابي په مشرۍ راغلي پلاوي څخه مننه وکړه او زیاته یې کړه، چې داسې پروګرامونه د اداراتو کارکوونکو لپاره خورا مهم دي، چې په اساس به یې په اداره کې د کارکوونکو وړتیا لوړېږي.
همدارنګه د  کرنې وزارت د کارکوونکو چارو ریاست د سلاکار محمد حنیف احسان له لوري د ښه مدیریت تر عنوان لاندې مفصل پریزنټېشن وړاندې شو، چې پکې د اداري چارو د سمون، د کاري موثریت لوړولو او د مسلکي چلند پر ارزښتونو رڼا واچول شوه.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۹:۷
Background image

ننګرهار کې د اوبو د سپما او اغېزمنې کارونې په موخه د څاڅکي اوبخور سیستم د نصب چارې پیل شوې

۲ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۱ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر الحاج مولوي عطاءالله عمري له لوري د ننګرهار څېړنیز مرکز د بڼوالۍ په ملي کلکسیون کې د څاڅکي اوبخور سیستم. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۹:۷
Background image

د ننګرهار شینوارو کې د حیواني او نباتي درملتونونو څارنه وشوه

۲ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۱ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د شینوارو ولسوالی د کرنیزو او مالدارۍ خدمتونو مدیریت ګډ پلاوي د غني خېلو، پله. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۲۷
Background image

روزګان کې د لبنیاتو دوه معیاري مرکزونه فعال شول

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د روزګان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د هالنډ کمېټې په مالي ملاتړ، د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ او دهراوود ولسوالی. . .

بازگشت