ننګرهار کې د نیالګیو اېښودو کمپاین پیل شو

content_admin
دوشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۲۰ - ۹:۵۹
ننګرهار کې د نیالګیو اېښودو کمپاین پیل شو

۱۹ سلواغه ۱۳۹۹
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې په دې ولایت کې د نیالګیواېښودو کمپاین د «یو نیالګی د ځان او بل د افغانستان لپاره» تر شعار لاندې پیل شوی دی، چې په ترڅ کې به یې ددې ولایت په بېلابېلو سیمو کې څه باندې دوه میلیونه مثمر او غیر مثمره نیالګي کېښودل شي.
په دې اړه د ننګرهار عالي لېسه کې په جوړه شوې غونډه کې، د ولسمشر سلاکار او د ننګرهار ولي ضیاالحق امرخېل او ددې ولایت یوشمېر نورو چارواکو ګډون درلود، چې د یادو چارواکو له خوا د ننګرهار په عالي لېسه کې د نیالګیو په اېښودو سره په دې ولایت کې د نیالګیو اېښودو کمپاین رسماً پیل شو.
دننګرهار د کرنې، اوبولګولو اومالدارۍ ریس انجنیرانعام الله صافي وویل، چې سږ کال دنیالګیو وېش نهادینه شوې اود بېلابېلو ادارو سره د هوکړه لیکونو تر لاسلیک وروسته د هېواد د سرسبزي او ښکلا په موخه  ورکول کېږي.
ښاغلی صافی وویل، چې سږ کال دننګرهار کرنې ریاست له لورې په خصوصي او دولتي روزنځایونو کې ٢.٣ میلیونه نیالګي روزل شوې، چي له دې ډلې ۲۲۸ زره نیالګي یې په ننګرهار کې ښونځیو، مدارسو، لویو لارو، روغتونونو او نورو عامه ځایونو کې کېنول کیږې ترڅو د هېواد دزرغونتیا او ښکلا لامل شي.
دغه راز ددې پروګارم  په پیل کې، د ښوونې او روزنې، ښاروالۍ ، عامې روغتیا او نورو ادارو سره دنیالګیو د ورکړي هوکړه لیکونه هم لاسلیک شول.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۱:۲۶
Background image

ننګرهار کې د ۱۸۶۰ هکټاره زیتون بڼونو حاصلات راټولولو ته چمتو شوي؛ نړۍوالو بازارونو ته یې د صادراتو په‌پار هڅې

۲۹ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۹ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په څلورګونو فارمونو کې د شاوخوا ۱۸۶۰ هکټاره ځمکې پر سر د زیتون بڼونو حاصلات پخېدو ته رسېدلي، چې ټاکل شوې په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۱:۲۶
Background image

خوست کې د غنمو د حاصلاتو لوړولو په موخه د غنمو ننداریزې کروندې جوړېږي

۲۹ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۹ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
دخوست ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري، د افغانستان اسلامي امارت د پراختیایي بودیجې په چوکاټ کې، د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۵:۱۴
Background image

هېواد کې ۵.۱۵ میلیونه مټریک ټنه غنم راټول شوي؛ د تېر کال په پرتله ۱۳.۴ سلنه زیاتوالی ښيي

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنیزې احصایې او معلوماتو د تنظیم ریاست د شمېرو له مخې، روان کال په ټول هېواد کې ۵.۱۵ میلیونه مټریک ټنه. . .

بازگشت