ننګرهار کې د شاتو د کیفیت معلومولو یو لابراټوار ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

mail-admin
دوشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۶ - ۱۶:۱۴
ننګرهار کې د شاتو د کیفیت معلومولو یو لابراټوار ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

۶ سلواغه ۱۳۹۹
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر ډاکټر انوارالحق احدي، ننګرهار ولایت ته دخپل سفر په دویمه ورځ په دې ولایت کې د شاتو د کیفیت معلومولو یو معیاري لابراټوار ګټې اخیستنې ته وسپارل.
په دې پرانیست غونډه کې د ولسمشر سترسلا کار او د ننګرهار والي ضیاءالحق امرخېل او د ننګرهار یوشمېر نورو حکومتي چارواکو ګډون درلود.
یاد لابراټوار د امریکا متحده ایالاتو نړېوالې پراختیايي ادارې USAID)) په مرسته د ۲.۷ میلیونه افغانیوپه لګښت د سیزن خالص وطني شاتو پروسس او بسته بندۍ شرکت لپاره جوړه شوې ده.
یاد شرکت د ورځې ۵۰۰ کیلو ګرامه شات تولیدوي، چې د ننګرهار سربېره د هېواد نورو ولایتونو ته هم لېږل کېږي.
یاد لابراټوار په دې ولایت کې د شاتو مچیو د صنعت د ودې او د شاتو د معیاري تولید او پروسس په موخه جوړه شوې ده
د کرنې وزیر له خوا په ننګرهار کې د حیواني خوراکي د تحلیل او تجزیې لابراټوار ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه همدا شان
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر ننګرهار ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د حیواني خواراکي توکو د تحلیل او تجزیې لاربراټوار چې د امریکا متحده ایالاتو نړېوالې پراختیايي ادارېUSAID په مرسته د ننګرهار په مرکز کې جوړه شوې وه ګټې اخیستنې ته وسپارل.
یاد لابراټوار د حبیب حسام شرکت ته، چې په ختیځ زون کې د چرګانو د دانې ترټولو ستر تولیدوونکی شرکت دی جوړه شوې ده.
ددې لابراټوار په پرانیست غونډه کې ښاغلی احدي وویل، د کرنې وزارت غواړي، چې د خصوصي سکټور په برخه کې د یوشمېر برنامو په تمویل او ملاتړ سره، په بېلابېلو برخو کې د تولید کچه لوړ کړي.
په دې لابراټوار کې حیواني خوراکي توکي په ځانګړې توه د چرګانو دانې تر ارزونې لاندې نیول کیږې. د حیواني خوراکي توکو د کیفیت په تضمین سره، د حیواني محصولاتو ارزښت لوړېږي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۲۲
Background image

پکتیا کې د غنمو او وربشو ۲۸ ننداریزې کروندې جوړیږي

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست لخوا ددې ولایت په مرکزګردیز، احمدابا، سیدکرم،میرزکه ، زرمت او روحاني بابا ولسوالیو کې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۱۷
Background image

د کرنې وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس په افغانستان کې د «سي‌اراس» مؤسسې له مسؤول سره وکتل

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري، په افغانستان کې د «سي‌اراس» نړۍوالې مؤسسې له. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۴:۵۷
Background image

بادام‌باغ کې د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو د نندارتون د جوړېدو په موخه د همغږۍ غونډه ترسره شوه

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري، د افغانستان د نړۍوال نندارتونونو د مرکزي ادارې. . .

بازگشت