ننګرهار کې د سبو او مېوو د پروسس په برخه کې ۱۰۰ مېرمنې وروزل شوې
۳ لیندۍ ۱۳۹۹
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د کرنې وزارت له دویم ملي لومړیتوب څخه د ملاتړ برنامې په همکارۍ ددې ولایت ۱۰۰ مېرمنې د سبو او مېوو د پروسس او بسته بندی په برخه کې روزلې دي.
یادو مېرمنو ته د سبو او مېوو د پروسس او بسته بندی په برخه کې عملي او نظري روزنې ورکړل شوې دي، ترڅو مېوې او سابه پروسس او له دې لارې د خپلو کورنیو مالي ملاتړ کوونکې شي.
د ننګرهار دکرنې ریاست چارواکي وایي، چې ددې پروګرام موخه مېرمنو ته په کور د ننه د کار زمینه برابرول، د کرنیزو محصولاتو ارزښت لوړل او په ټوله کې د بېوزله کورنیو اقتصادي ودې ته زمینه برابرول دي.