ننګرهار کې د اوبولګولو یوولس کانالونه ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

content_admin
یکشنبه ۱۳۹۸/۹/۱۰ - ۹:۵۱
 ننګرهار کې د اوبولګولو یوولس کانالونه ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

۱۰ لېندۍ ۱۳۹۸
د کرنې، اوبولګولو اومالدارۍ وزارت د ننګرهار کانال د زېرمو د بیارغونې پروژې (NVDA) په اډانه کې ددې ولایت په پنځو ولسوالیو «سره رود، بهسود، بټي کوټ، غني خېل او مومندرې» کې د اوبولګولو د یوولسو فرعي کانالونو د بیارغولو چارې بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل.
د ننګرهار کانال د زېرمو د بیارغونې پروژې (NVDA) چارواکي وایي، چې د دغو کانالونو د بیارغولو ټولیز لګښت ۱۸ میلیونه افغانۍ ده، چې د اسیایي پراختیایي بانک له خوا ورکړل شوې ده.
دغه کانالونه، چې ددې ولایت په سره رود، بهسود، بټي کوټ، غني خېل او مومندرې ولسوالیو کې موقعیت لري په پاخه او اساسي ډول رغول شوي دي، چې د اوبو د تنظیم او وېش په برخه کې د یادو سیمو د بزګرانو ستونزې په اساسي توګه حل کړي دي.
یاد کانالونه په ټولیزه توګه اته زره او ۵۰۰ هکټاره ځمکه خړوبوی او همدارنګه له دغو کانالونو څخه ۳۵ زره کسان په نېغه او زرګونه نور کسان په نانېغه ډول ګټه پورته کوي.
د دغو کانالونو رغول ددې ترڅنګ، چې د اوبو د ضایعاتو مخه نیسي د کانالونو تر پوښښ لاندې ځمکو د حاصلاتو د ډېر والي لامل هم کیږي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۲۲
Background image

پکتیا کې د غنمو او وربشو ۲۸ ننداریزې کروندې جوړیږي

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست لخوا ددې ولایت په مرکزګردیز، احمدابا، سیدکرم،میرزکه ، زرمت او روحاني بابا ولسوالیو کې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۱۷
Background image

د کرنې وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس په افغانستان کې د «سي‌اراس» مؤسسې له مسؤول سره وکتل

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري، په افغانستان کې د «سي‌اراس» نړۍوالې مؤسسې له. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۴:۵۷
Background image

بادام‌باغ کې د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو د نندارتون د جوړېدو په موخه د همغږۍ غونډه ترسره شوه

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري، د افغانستان د نړۍوال نندارتونونو د مرکزي ادارې. . .

بازگشت