ننګرهار کې پر ۶۰ جریبه ځمکه د بېرو ځنکلونه جوړېږي
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو د شین زر شرکت په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د پراختیایي ادارې په مالې لګښت په ثمرخېلو او ګردي کڅ کې د بېرو ځنګلونه جوړېږي.
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد وویل، شین زر شرکت په ننګرهار کې پر ۶۰ جریبه ځمکه ۲۰ زره د بېرو نیالګیو کینولو لپاره دتراسونو جوړولو چاري پیل کړي.
د ننګرهار دکرنې رییس په خبره د بېرو نیالګیو پالنه او روزنه تر یوي ټاکلي مودې دشین زر شرکت او ورورسته د ولسي خلکو لورې ترسره کېږي.
د ننګرهار کرنې ریاست هڅه کوي په غونډیو او دښتو کې د دبېرو ځنګلونه جوړ کړي؛ ترڅو د خاوري د تخریب مخنیوی وشي، د ځمکي لاندې اوبه تقویه شي، دنړیوال ګرمایښت د منفي تاثیراتو مخنیوی وشي، د هوا د تصفیې ترڅنګ به د شاتو مچیو روزونکو ستونزي تر یو بریده حل شي.
وړاندې تردې هم د ننګرهار د کرنې ریاست پر اتیا هکتاره ځمکه د بېرو ځنګلونه جوړ کړي .
بېرې ونو د کر له برکته به د شاتو مچیو روزلو ته لا زیات پام وشي او ورسره به د مچیو روزونکو ستونزې به ترډېره بریده ختمې شي.
د بېرې ونې شهد ( عسل ) په نړۍ کې زیات شهرت او مینه وال لري .
د بېرې میوه صحي او خوندوره ده، ونې يې تل شنې وي، کلنۍ وده یې نسبت و نورو ونو ته څو چنده زیاته ده.