ننګرهار ته د کرنې وزیر سفر: د ۶۵۴ میلیونه افغانیو په ارزښت د یوشمېر پروژو پرانسته، ګټې اخیستنې ته سپارل او د بنسټ ډبرې اېښودل

mail-admin
دوشنبه ۱۳۹۸/۶/۲۵ - ۲۰:۴۱
تهداب‌گذاری، افتتاح و بهره‌برداری پروژه‌ها به ارزش ۶۵۴ میلیون افغانی

۲۵ وږی ۱۳۹۸

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر نصیراحمد درانی د خپل ولایتي سفرونو په لړ کې داځل ننګرهار ولایت ته ورسېد. ټاکل شوې، چې ښاغلی درانی په دې سفر کې د ۶۵۴ میلیونه افغانیو په ارزښت د یوشمېر پروژو د جوړولو د بنسټ ډبره کېږدي، د یوشمېر پروژو پرانسته وکړي او یوشمېر بشپړ شوي پروژې ګټې اخیستنې ته وسپاري.

کرنې وزیر د خپل سفر په پیل کې په هغه غونډه کې، چې د ننګرهار والي، ددې ولایت یوشمېر بزګران، د پراختیایي شوراګانو غړي او د ننګرهار یوشمېر مشران ګډون درلود وینا وکړه. هغه وویل، چې نن په څلورو برخو «شنو خونو»، «کانالونو او اوبولګول»، «کرنه او مالدارۍ» کې د ۶۵۴ میلیونه افغانیو په ارزښت پروژې پرانیستل کیږي، ګټې اخیستنې ته سپارل کیږي او د یوشمېر هغو د جوړولو د بنسټ ډبره اېښودل کیږي. ښاغلي درانی وویل، چې د اوبولګولو د یوشمېر پروژو چارې بشپړ شوي دي او ګټې اخیستنې ته چمتو دي او دغه راز د «ودان افغانستان موسسه» ددې ولایت د کامې، سره رود او بهسودو ولسوالیو څه باندې دوه زارو ۳۰۰ مالدارانو ته د ۳۰۳ میلیونه افغانیو په ارزښت د دوو کلونو لپاره چوپړونه وړاندې کوی.

د «بڼوالۍ ځنځیري ارزښت پراختیا» د پروژې پرانسته: پانګوالو لپاره ۵۰ سلنه بلاعوضه مرستې

ښاغلي درانی یادونه وکړه، چې د «بڼوالۍ ځنځیري ارزښت پراختیا» پروژه نن عملاً په دې ولایت کې خپل چارې پیلوی. هغه وویل، یاده پروژه کولای شي، چې ددې ولایت د کرنې او بڼوالۍ به سکټور کې مهم بدلون رامنځته کړي.

ښاغلي درانی ددې پروژې له لارې د کرنې د دوامدارې ودې د عملي کولو د لړۍ په هکله وویل: «د نوي بڼونو په جوړولو کې، له خصوصي سکټور پرته د کرنې دوامداره پراختیا ناشونې ده، په همدې موخه موږ ددې پروژې له لارې هغه خصوصي سکټور سره چې د پروسس، بسته بندی او لابراټوار په برخه کې پانګونه کوي، ۵۰ سلنه بلاعوضه مرستې کوو.»

نصیر احمد درانی زیاته کړه، چې د دودولو یا ترویج د چوپړونو د زیاتولو په برخه کې، په ډېرو سیمو کې د بزګرانو د روزنې مرکزونه یا بزګرانو لپاره معلوماتي مرکزونه یا «FLRC» جوړیږي تر څو بزګرانو لپاره لا ډېر کار ووشي.

تر راتلونکو درېوو میاشتو پورې ۲۳۰ شنې خونې ګټې اخیستنې ته سپارل کیږي

د کرنې وزیر دغه راز زیاته کړه، چې د شنوخونو په برخه کې یوشمېر ستونزې شته چې، د سیمه ییزې ادارې په سلا مشورې او غوښتنه او د بزګرانو په همکارۍ سره دغه ستونزې هواریږي او موږ ددې ولایت د شپږو ولسوالیو کروندګرو مېرمنو لپاره د ۲۳۰ نوي شنوخونو د جوړولو سپارښتنه ورکوو، چې تر راتلونکو دوو تر درېوو میاشتو پورې یې د جوړولو چارې بشپړیږي او د ګټې اخیستننې په پار د اړوندو مېرمنو په واک کې ورکول کیږي.

په هغو ولسوالیو کې، چې په دې وروستیو کې امن شوي دي ډېرې پروژې پلي کیږي

نصیراحمد درانی وویل: «زموږ لپاره انډولیزه پراختیا یو اصل دی، هغه ولسوالۍ چې د خلکو او امنیتي ځواکونو په مېړانه تصفیه شوي دي، پراختیایي پروژو پلي کېدو ته اړتیا لري او موږ دغو ولسوالیو لپاره منظمې برنامې لرو. دلته د کرنې په سکټور کې د پانګونې او پراختیا وړتیا شته او موږ خپل پروژې لا ډېروو.»

اصلاح شوي تخمونه پرخپل وخت وېشل کیږي

په دې غونډه کې د کرنې وزیر وویل، چې «د تېر کال په څېر سږ کال هم پر اړمنو بزګرانو پر خپل وخت اصلاح شوي تخمونه وېشل کيږي. » د لومړي ځل لپاره تېر کال پر خپل وخت د اصلاح شویو تخمونو وېش او پریمانه ورښتونه د روان کال د کرنیزو تولیداتو د زیاتوالي ستر لاملونه دي.

په همدې حال کې د ننګرهار والي شاه محمود میاخیل د ننګرهار له سیمه ییزو چارواکو، د پراختیا یي شوراګانو مسوولینو، بزګرانو او مشرانو سره په ګډه غونډه کې وویل: «خوښ یم، چې وزیر صاحب ننګرهار ته تشریف راوړی، دتېر کال په پرتله ددې ولایت په کرنیز وضعیت کې فوق‌العاده بدلون رامنځته شوې ده، یوشمېر ولسوالۍ چې پخوا نا امنې ولسوالۍ وې، اوس یې امنیت ښه شوي دي. اچین، چپرهار او له نورو ولسوالیو څخه داعش له منځه تللي دي او اوس ددې اړتیا شته چې پراختیا پروژې په ځانګړې توګه د کرنې په برخه کې پروژې ډېرې شي.»

د ننګرهار والي وویل: «زموږ د سبو او مېوو صادرات په ځانګړې توګه پاکستان ته ډېر شوي دي، خو د خصوصي سکټور په همکارۍ د بسته بندی په برخه کې لا ډېر پانګونې ته اړتیا لید کیږي.»

ښاغلي میاخیل وويل، چې په نهو ولسوالیوکې جلغوزې تولیدیږي او د جلغوزیو د پروسس په برخه کې د پانګونې زمینه برابره ده. هغه وویل، چې دمګړۍ د کرنیزو تولیداتو کمیت او کیفیت ښه شوي دي.

د ننګرهار والي د کرنې له وزیر څخه غوښتنه وکړه، په هغو ولسوالیو کې چې په دې وروستیو کې تصفیه شوي دي کرنیز پراختیایي پروژې پلي کړي.

دغه راز په دې غونډه کې بزګران هم خپلې ستونزې شریکې او ستونزو هوارولو په پار د حل لارې غوښتونکي شول.

سردار ولي، چې د بزګرانو په استازي توب یې خبرې کول وویل: «ننګرهار یو کرنیز ولایت دی، خو موږ یوشمېر ستونزو سره لاس او ګریوان یو. د شنوخونو پروژې ډېر ګټور دي، په کومو ځایونوکې چې بڼ ته اړتیا شته باید هلته تمرکز ووشي، اوس د بزګرانو د اړتیاوو پر اساس پلي کیږي. د بڼونو په برخه کې کومه نوې پروژه چې پیلیږي هیله مو داده، هغو لرو پرتو ولسوالیو ته چې لږ پروژې په کې پلي شوي دي لومړیتوب ورکړل شي. د ترویجي پروګرامونو په برخه کې زموږ غوښتنه داده، چې بزګران باید خبر شي او په لرو کرنیزو سیمو او ولسوالیو کې دې ډېر پلي شي. دغه راز اصلاح شوي تخمونه دې باید پر وخت او د کرکېلي په موسم کې ووېشل شي.»

ټاکل شوې، چې په دې سفر کې د کرنې وزیر په دې ولایت کې لسګونه پروژې ګټې اخیستنې ته وسپاري او د یوشمېر هغو د جوړولو د بنسټ ډبره هم کېږدي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۹ - ۱۰:۶
Background image

د ننګرهار چپرهار ولسوالی کې ٣٥٠ بزګرانو ته د غنمو ضایعاتو مخنیوي په موخه کندوان ورکړل شول

د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو د سره صلیب نړۍوالې کمېټې په مرسته چپرهار ولسوالی کې ٣٥٠ بزګرانو ته د غنمو ضایعاتو او حشراتو څخه د مخنیوي په موخه کندوان ورکړل شول.
د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۹ - ۱۰:۵
Background image

فراه کې د ۱۶۵ زره افغانیو په لګښت د نیالګیو د تولید پروژه بشپړه شوه

د فراه ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د پراختیايي بودجې له مخې د نیالګیو د تولید او ځمکې د چمتو کولو پروژه په بریالیتوب سره بشپړه کړې، چې په ترڅ کې یې نه یوازې څلور جریبه ځمکه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۹ - ۱۰:۴
Background image

پکتیا کې د نباتي وبایي آفتونو د میخانیکي کنټرول عملي کمپاین پيل شو

د کرنې وزارت پلاوي د پکتیا ولایت په زرمت، احمدخېلو، لجه منګل او جانيخېلو ولسوالیو کې د یوریا اسپري، د نباتي وبایي آفتونو د مورپتدار او مورخیمه‌ساز د میخانیکي کنټرول پروګرام عملي پړاوونه. . .

بازگشت