میدان وردګ کې د اوبولګولو شپږ پروژې پلي شوي دي

content_admin
پنجشنبه ۱۳۹۸/۱۲/۱ - ۱۱:۲۰
 میدان وردګ کې د اوبولګولو شپږ پروژې پلي شوي دي

۱ کب ۱۳۹۸
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له خوا په روان لمریز کال کې د میدان وردګ ولایت په مرکز او چک ولسوالۍ کې د اوبولګولو شپږ پروژې پلي شوي او ګټې اخیستنې ته سپارل شوي دي.
د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس ولید احمدتسل وایي، چې د اوبولګولو دغه پروژې ددې ولایت په مرکز میدان ښار او دغه راز چک ولسوالۍ کې د ۸۴ میلیونه افغانیو په لګښت پلي شوي دي.
میدان وردګ د کرنې رییس وویل: «د میدان وردګو ولایت په مرکز میدان ښار او ددې ولایت په چک ولسوالۍ کې د اوبولګولو شپږ پروژې پلي شوي، چې درې پروژې یې په مرکز میدان ښار او درې نور یې په چک ولسوالۍ کې دي»
د ښاغلي تسل په خبره په دغو پروژو کې د میدان وردګو لایت مرکز میدان ښآر اړوند د نږدې ۷ کیلو مترو په اوږدوالی د الو ویاله، د څه باندې پنځه کیلومترو په اوږدوالی د اسپ ویاله او د ۱۹۰۰ مترو په اوږدوالی د یتیمکه ویاله شامل دي او دغه راز ددې ولایت د چک ولسوالۍ اړوند د څه باندې دوه نیم کیلو مترو په اوږدوالی د خیر ویاله، د نږدې دوه کیلو مترو په اوږد والی د سفید جوی ویاله او د ۱۷۴۲ مترو په اوږدوالی د سید باري کانال شامل دي.
ولید احمد تسل وویل، چې له دغو پروژو څخه د میدان وردګ مرکز میدان ښار او چک ولسوالۍ ۱۴ زره او ۲۷۸ کورنۍ هر اړخیزه ګټه پورته کوي او ۱۷۶۱ هکټاره ځمکه یې د خړوبولو تر پوښښ لاندې راوستي دي.
د دغو کانالونو رغول ددې ترڅنګ، چې د اوبو د ضایعاتو مخه نیسي د کانالونو تر پوښښ لاندې ځمکو د حاصلاتو د ډېر والي لامل هم کیږي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱/۳۰ - ۱۰:۴۶
Background image

فاریاب کې د قرآن کریم د حافظانو د پګړي تړلو په مراسمو کې د کرنې وزیر ګډون

۳۰ وری ۱۴۰۳ه‍.ش
۹ شَوّال المُکَرَّم ۱۴۴۵ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاء الله عمري د فاریاب ولایت د اندخوی په ولسوالۍ کې د خالد بن ولید (رض) مدرسې د ۱۱ تنو د قرآن کریم. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱/۳۰ - ۱۰:۴۱
Background image

کونړ کې د لمریزې برېښنا په مرسته د اوبولګولو سیستمونو فعالولو لومړنۍ سروي پېلېږي

د افغانستان د بيا رغونې او د ښځو د تعليم ادارې (ارو) مؤسسې مسولینو د کونړ د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس سره  دلمریزي برېښنا په مرسته د اوبولګولو سیستمونو فعالولو په موخه د همغږۍ. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱/۳۰ - ۱۰:۳۷
Background image

هلمند کې د شنوخونو جوړولو ته د بزګرانو لېوالتیا ډېره شوې

هلمند د هېواد په سوېل لوېدیځ کې د تودې هوا لرونكى او يوازې د اوړي په موسم كې د سبو او نيالګيو د موسمي فصل له مخې مشهور ولايت دى، خو د دغه ولايت بزګر خوشاله دي، چې د شنوخونو د جوړېدو له. . .

بازگشت