میدان وردګ کې بزګرانو ته د غنمو اصلاح شوي تخم او کیمیاوي سرو وېش پیل شو  

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۲ - ۱۰:۲۴
میدان وردګ کې بزګرانو ته د غنمو اصلاح شوي تخم او کیمیاوي سرو وېش پیل شو  

میدان وردګ ولایت کې د ۷۰۰ بزګرانو لپاره د غنمو اصلاح شوي تخم او کیمیاوي سرو وېش لړۍ د کرنې ریاست تر چتر لاندې، د ایف اې او نړیوالې ادارې په مالي ملاتړ، د سټارز مووسسې له لارې پیل شوه.
د میدان وردګ ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همکارۍ، د سټارز مؤسسې له لارې د مرکز میدان ښار اړوند ۷۰۰ بزګرانو ته د غنمو اصلاح شوي تخم او کیمیاوي سرو وېش لړۍ پيل شوه. هر بزګر ته به ۵۰ کیلو د غنمو اصلاح شوی تخم، ۵۰ کیلو توره سره او ۵۰ کیلو سپینه سره ووېشل شي.  
دا وېش لړۍ د کرنیزو چارو آمر، د ولایت د استخباراتو استازي، د کرنې ریاست سلاکار او د پلان او برنامو مدیر او د سټارز مؤسسې مسوولینو په حضور کې پرانیستل شوه. د کرنیزو چارو آمر بزګرانو ته لارښوونه وکړه، چې پسرلی او منی دواړه د کرکیلې وختونه دي، نو دا درکړل شوي غنم وکرۍ او له پلور یا خوړلو څخه یې ډډه وکړئ.  
بزګرانو د دې مرستو په ترلاسه کولو خوښي څرګنده کړه او د کرنې ریاست له همکارۍ څخه یې مننه وکړه.  
د یادونې وړ ده، چې، په روان ۱۴۰۳ کال کې په ټولیز ډول ۱۶زره او ۵۰۰ بزګرانو ته د غنمو اصلاح شوی تخم او کیمیاوي سره وېشل شوې ده.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۴/۳/۲۴ - ۱۶:۲
Background image

کندهار کې هره ورځ شاوخوا ۸۰۰ سوه ټنه د چرګانو دانه توليدېږي

۲۴ غبرګولی ۱۴۰۴ ه‍.ش
۱۷ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۶ه‍.ق
د کندهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، دغه ولایت کې اوس‌مهال د چرګانو د دانې تولید نهه کارخونې فعالیت لري، چې په مرسته. . .

شنبه ۱۴۰۴/۳/۲۴ - ۱۶:۰
Background image

د بزګرانو د اضافي غنمو د پېرلو بهیر د ارزونې په موخه بلخ ولایت ته د کرنې وزارت د مالي او حسابي رییس سفر

۲۴ غبرګولی ۱۴۰۴ ه‍.ش
۱۷ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او حسابي رییس مولوي ضیاءالدین واقف د بزګرانو د اضافي غنمو د پېرلو د طرزالعمل د تطبیق د بهیر د. . .

شنبه ۱۴۰۴/۳/۲۴ - ۱۳:۲۸
Background image

کندهار کې د څه باندې ۹۲ میلیونه افغانیو په لګښت ۲۴ چکډېمونه او د اوبو زېرمه کولو سلګونه کندې جوړې شوې

۲۴ غبرګولی ۱۴۰۴ ه‍.ش
۱۷ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۶ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د تخنیکي همکارۍ او څارنې په پایله کې، د روان ۱۴۴۶ هجري قمري کال په اوږدو کې د کندهار په ۱۳. . .

بازگشت