لوګر کې له کډوالۍ راستنوشویو ۱۲۰۰ کورنیو ته د غنمو او نغدو مرستو وېش لړۍ پيل شو

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۳۰ - ۱۰:۱
لوګر کې له کډوالۍ راستنوشویو ۱۲۰۰ کورنیو ته د غنمو او نغدو مرستو وېش لړۍ پيل شو

۲۹ سلواغه ۱۴۰۴ه‍.ش
۱ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د عاليقدر اميرالمؤمنين حفظه‌الله د ځانګړې پېرزوينې له مخې، په لوګر ولايت کې له کډوالۍ راستنوشویو ۱۲۰۰ کورنيو سره د مرستو د وېش لړۍ پيل شو.
ياده مرسته د ځانګړې کمېټې له لوري، د  کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت تر چتر لاندې ترسره کېږي، چې له مخې يې هرې مستحقې کورنۍ ته ۲۵۰ کيلوګرامه غنم او ۵ زره افغانۍ نغدي مرسته وېشل کېږي.
په همدې موخه جوړه شوې غونډه کې د لوګر مرستيال والي ا مولوي محمدانور دين‌پرور، د کرنې وزارت د څېړنو لوی رییس مولوي نصرت الله طلحه، د لوګر د کرنې او مالدارۍ رییس مولوي شيرآقا پير حبيب‌الرحمن او د يو شمېر اړوندو ادارو مسؤلينو ګډون درلود.
د لوګر د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي شيرآقا پير حبيب‌الرحمن ګډونوالو او ميلمنو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وويل، چې دغه مرستې پر ۱۲۰۰ راستنېدونکو کډوالو کورنيو وېشل کېږي او هڅه شوې چې مستحقين په سمه توګه وپېژندل شي.
د کرنې وزارت د څېړنو لوی رییس مولوي نصرت الله طلحه دغه مرسته د کډوالو لاسنيوی وباله او له راستنېدونکو يې وغوښتل، چې د اسلامي نظام تر چتر لاندې خپل عادي ژوند ته دوام ورکړي. 
د لوګر مرستيال والي مولوي محمدانور دين‌پرور وويل، چې دا د اميرالمؤمنين حفظه‌الله شفقت دی، چې د هېواد په لرې پرتو سيمو کې مېشت کډوال نه دي هېر شوي. نوموړي زياته کړه، چې د راستنېدونکو کډوالو ستونزو ته رسېدنه د نظام او دولتي ادارو له مهمو مسؤليتونو څخه ده او دغه مرستې په ځانګړي ډول هغو کورنيو ته ورکول کېږي، چې له کلونو کډوالۍ وروسته بېرته خپل هېواد ته راستانه شوي دي.
د لوګر مرستيال والي ټينګار وکړ، چې راستنېدونکو کډوالو ته د ژوند اسانتياوې برابرول او د خوراکي او نغدي مرستو وېش د دغو کورنيو د اقتصادي او معيشتي وضعيت د ښه والي لپاره ترسره کېږي. نوموړي له مرستې ترلاسه کوونکو وغوښتل، چې له دغو مرستو سمه او اغېزمنه استفاده وکړي او د هېواد د ابادۍ او ثبات لپاره خپله ونډه واخلي.
هغه اړوندو ادارو ته سپارښتنه وکړه، چې د مرستو په عادلانه او شفاف وېش کې جدي پاملرنه وکړي او دغه لړۍ په منظم ډول دوام ومومي. په پای کې له خلکو وغوښتل شول، چې د هېواد د سولې، ثبات او پرمختګ لپاره دعا وکړي او د يووالي او همکارۍ روحيه پياوړې وساتي.


به ۱ هزار ۲۰۰ خانواده بازگشته از مهاجرت  در لوگر روند توزیع گندم و کمک‌های نقدی آغاز شد
۲۹ دلو ۱۴۰۴ هـ.ش
۱ رمضان‌المبارک ۱۴۴۷ هـ.ق
به اساس لطف و توجه ویژهٔ عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله، روند توزیع کمک‌ها به ۱۲۰۰ خانواده بازگشته از مهاجرت در ولایت لوگر آغاز شد.
این کمک‌ها از سوی کمیتهٔ ویژه تحت چتر وزارت زراعت، آبیاری و مالداری توزیع می‌شود که بر بنیاد آن به هر خانواده مستحق ۲۵۰ کیلوگرام گندم و ۵ هزار افغانی کمک نقدی داده می‌شود.
در نشستی که به همین مناسبت برگزار شد، مولوی محمدانور دین‌پرور معاون والی لوگر، مولوی نصرت‌الله طلحه رئیس عمومی تحقیقات وزارت زراعت، مولوی شیرآقا پیر حبیب‌الرحمن رئیس زراعت و مالداری لوگر و شماری از مسئولان ادارات مربوط حضور داشتند.
مولوی شیرآقا پیر حبیب‌الرحمن رئیس زراعت، آبیاری و مالداری لوگر ضمن خوش‌آمدگویی به اشتراک‌کنندگان و مهمانان گفت که این کمک‌ها به ۱۲۰۰ خانواده بازگشته توزیع می‌شود و تلاش شده است مستحقان به‌گونهٔ دقیق شناسایی شوند.
مولوی نصرت‌الله طلحه رئیس عمومی تحقیقات وزارت زراعت، این کمک را حمایت از مهاجران دانسته و از بازگشت‌کنندگان خواست تا در زیر چتر نظام اسلامی به زندگی عادی خود ادامه دهند.
مولوی محمدانور دین‌پرور معاون والی لوگر گفت که این اقدام نشان‌دهندهٔ شفقت امیرالمؤمنین حفظه‌الله است که مهاجران ساکن در مناطق دوردست کشور فراموش نشده‌اند. وی افزود رسیدگی به مشکلات بازگشت‌کنندگان از مسئولیت‌های مهم نظام و ادارات دولتی است و این کمک‌ها به‌گونهٔ ویژه به خانواده‌هایی توزیع می‌شود که پس از سال‌ها مهاجرت دوباره به کشور بازگشته‌اند.
معاون والی لوگر تأکید کرد که فراهم‌سازی سهولت‌های زندگی برای بازگشت‌کنندگان و توزیع کمک‌های غذایی و نقدی به‌منظور بهبود وضعیت اقتصادی و معیشتی این خانواده‌ها صورت می‌گیرد. وی از دریافت‌کنندگان خواست از این کمک‌ها به‌گونهٔ درست و مؤثر استفاده کرده و در آبادانی و ثبات کشور سهم بگیرند.
او به ادارات مربوط توصیه کرد در توزیع عادلانه و شفاف کمک‌ها توجه جدی داشته باشند و این روند به‌صورت منظم ادامه یابد. در پایان از مردم خواسته شد برای صلح، ثبات و پیشرفت کشور دعا کرده و روحیهٔ وحدت و همکاری را تقویت کنند

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۳۰ - ۱۰:۱
Background image

لوګر کې له کډوالۍ راستنوشویو ۱۲۰۰ کورنیو ته د غنمو او نغدو مرستو وېش لړۍ پيل شو

۲۹ سلواغه ۱۴۰۴ه‍.ش
۱ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د عاليقدر اميرالمؤمنين حفظه‌الله د ځانګړې پېرزوينې له مخې، په لوګر ولايت کې له کډوالۍ راستنوشویو ۱۲۰۰ کورنيو سره د مرستو د وېش لړۍ پيل. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۹ - ۱۲:۴۲
Background image

د کرنې وزارت د دعوت او ارشاد رییس د بني‌حصار په سيمه کې د کرنيزو او مالدارۍ فارمونو څخه ليدنه وکړه

۲۹ سلواغه ۱۴۰۴ه‍.ش
۱ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د دعوت او ارشاد رییس مولوي محب‌الله انعام، د کابل د بني‌حصار په سيمه کې د ياد وزارت له کرنيزو او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۹ - ۱۲:۳۴
Background image

بامیان کې له کډوالۍ راستنوشویو اړمنو کورنیو ته د خوراکي غنمو او نغدي مرستو وېش لړۍ پيل شو

۲۹ سلواغه ۱۴۰۴ه‍.ش
۱ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د عاليقدر اميرالمؤمنين حفظه الله د لارښوونې پر بنسټ، د باميانو په ولايت کې له کډوالۍ راستنوشویو اړمنو کورنیو لپاره د بېړنيو مرستو. . .

بازگشت