لوګر کې د کوچنیو څارویو د طاعون ناروغۍ پر وړاندې د واکسین کمپاین پیل شو

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۳۰ - ۱۱:۳۸
لوګر کې د کوچنیو څارویو د طاعون ناروغۍ پر وړاندې د واکسین کمپاین پیل شو

۳۰ وږی ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۹ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۷ هـ.ق
د لوګر ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف.اې.او» په همکارۍ، په دې ولایت کې د کوچنیو څارویو د «پي.پي.آر» طاعون ناروغۍ پر وړاندې د واکسین درېیم پړاو پیل شو.
یاد کمپاین د مالدارۍ او د څارویو روغتیا آمریت تر چتر لاندې، د ځانګړو روزل شوو تخنیکي کارکوونکو له‌خوا عملي کېږي. د کمپاین موخه د دې وژونکې ناروغۍ مخنیوی، د څارویو روغتیا خوندي کول او د مالدارانو اقتصادي وضعیت پیاوړي کول، بلل شوي دي.
د واکسین لړۍ به په شفاف، منظم او پراخ ډول ټولو سیمو ته وغځېږي او تمه ده، چې دا بهیر د مالدارۍ سکتور د پراختیا، د څارویو د مرګ ژوبلې د کمېدو او د څارویو تولیداتو د زیاتوالي سبب شي.
یاد کمپاین به تر هغې دوام وکړي، ترڅو د یاد ولایت مالداران او د هغوی څاروي له دې واکسین څخه برخمن شي.


آغاز کمپاین واکسین بیماری طاعون حیوانات کوچک در لوگر
۳۰ سنبله ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۹ ربیع‌الاول ۱۴۴۷ هـ.ق
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت لوگر با همکاری سازمان ملل متحد برای غذا و زراعت، سومین دور کمپاین واکسین بیماری طاعون حیوانات کوچک (PPR) را در این ولایت آغاز کرد.
این کمپاین زیر چتر آمریت مالداری و صحت حیوانی، توسط کارمندان تخنیکی ویژه و آموزش‌دیده عملی می‌شود. هدف این برنامه جلوگیری از این بیماری کشنده، حفاظت از صحت حیوانات و تقویت وضعیت اقتصادی مالداران عنوان شده است.
سلسله واکسین به‌گونه شفاف، منظم و گسترده در تمام مناطق تطبیق خواهد شد و انتظار می‌رود این روند سبب توسعه سکتور مالداری، کاهش تلفات حیوانی و افزایش تولیدات حیوانی گردد.
این کمپاین تا زمانی ادامه خواهد داشت که مالداران و حیوانات‌شان در این ولایت از این واکسین بهره‌مند شوند.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۲:۱۳
Background image

ننګرهار کې پر لسګونو بزګرانو مرستې ووېشل شوې

۲۴ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۷ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او دافغانستان لپاره د هالینډ کمېټې په تخنیکي او اروپایي تولنې په مالي لګښت په د دره نور. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۰:۱۹
Background image

د میدان وردګو دایمیرداد ولسوالی کې ۱۵۰ مستحقو بزګرانو ته د هوږې کرکیلې تشویقي کیټونه ووېشل شول

۲۴ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۷ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق  
د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د دایمیرداد ولسوالی په بېلابېلو سیمو کې د بزګرانو د ملاتړ او کرنیزو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۰:۰
Background image

د پکتیا په اوو ولسوالیو کې پر ۹۰۰ بزګرانو د سبو تخمونه، شنې خونې او د سبو وچولو ماشینونه ووېشل شول

۲۴ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۷ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق 
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست، د افغان سوله جوړونکې مؤسسې په همکارۍ، د دې ولایت د مرکز ګردېز او اړوندو ولسوالیو احمدابا،. . .

بازگشت