لوګر کې د سایلج جوړولو په پار د جوار ننداریزې کروندې جوړېږي

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۴/۸ - ۱۵:۴۶
لوګر کې د سایلج جوړولو په پار د جوار ننداریزې کروندې جوړېږي

۸ چنګاښ ۱۴۰۰
د لوګر د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست ددې ولایت د شېدې تولیدوونکو کوپراټیفونو په ۴۲ مالدارو غړو د سایلج جوړلو په پار د جوارو د ننداریزو کروندو جوړولو په موخه د جوارو تخم او کیمیاوي سرې وېشلي دي.
د لوګر د کرنې ریاست وایي، چې دا توکي د کرنې وزارت د خلکو په ګډون دکرنې او مالدارۍ پروژې «CLAP» او د ملګورو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «FAO» په مالي او تخنیکي همکارۍ د لوګر ولایت مرکز پل علم کې وېشل شوي دي.
سایلج د څارویو هغه باکیفیته خوراکي توکي دي، چې تر ډېره د شېدې ورکوونکو غواوو د تغذیې په پار کارول کېږي. د جوارو ننداریزې کروندې هم د سایلج د تولید په پار جوړېږي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۹:۷
Background image

ننګرهار کې د اوبو د سپما او اغېزمنې کارونې په موخه د څاڅکي اوبخور سیستم د نصب چارې پیل شوې

۲ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۱ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر الحاج مولوي عطاءالله عمري له لوري د ننګرهار څېړنیز مرکز د بڼوالۍ په ملي کلکسیون کې د څاڅکي اوبخور سیستم. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۹:۷
Background image

د ننګرهار شینوارو کې د حیواني او نباتي درملتونونو څارنه وشوه

۲ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۱ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د شینوارو ولسوالی د کرنیزو او مالدارۍ خدمتونو مدیریت ګډ پلاوي د غني خېلو، پله. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۲۷
Background image

روزګان کې د لبنیاتو دوه معیاري مرکزونه فعال شول

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د روزګان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د هالنډ کمېټې په مالي ملاتړ، د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ او دهراوود ولسوالی. . .

بازگشت