لغمان کې لسګونه مالداران وروزل شول
د لغمان دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د سرف مؤسسې په همکارۍ ددې ولایت په مرکز مهترلام، علینګار او علیشنک کې ۱۹۵ مالدارانو ته د څارویو تغذي، د نسل اصلاح، فارم جوړولو او د څارویو د حفظ الصحې په موخه رونیز پروګرامونه په لاره اچول شوي ؤ.
د دغو پروګرامونو موخه د بزګرانو د پوهې کچې لوړول، د عصري مالدارۍ دودل او په ټوله کې د مالدارۍ سکټور ودې او پراختیا ته زمینه برابرول دي.