لغمان کې د شاتو تولیدات زیات شوي

mail-admin
چهارشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۱۵ - ۱۵:۲۰
لغمان کې د شاتو تولیدات زیات شوي

۱۵ سلواغه ۱۳۹۹
د لغمان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې د شاتو مچیو روزنې صنعت د پراخېدو او د مالدارۍ سکتور د پیاوړتیا په پار یې د شاتو مچیو روزنکو سره په ګډه هڅې پیل کړي دي، ترڅو په دې ولایت کې د شاتو مچیو روزنې صنعت ته وده او پراختیا ورکړي، ددغو هڅو په پایله کې ددې ولایت د شاتو د تولیداتو کچه څه باندې ۹۴ ټنو ته ورسېد.
د لغمان ولایت د کرنې رییس جمیل خوشحال په وینا د یاد ولایت په  مرکز مهترلام، الینګار، آلیشنګ، او قرغه یو ولسوالیو کې د شاتو مچیو ۹۶ فارمونه د خصوصي سکتور او دولت له لوري جوړ شوي دي،  چې تر نهه زره او ۵۳۶ کورنیو په شاوخوا کې مچۍ پکې روزل کېږي، چې له یادو فارمونو څخه سږ کال څه باندې ۹۴ ټنه شات تولید شوي دي.
د یاد ولایت د کرنې ریاست په خبره دا مهال په لغمان کې ډول ډول شات تولیدېږي او خورا مشهور یې د شوتل یا شبدر او لاچي دي، چې د لغمان په ګډون، ننګرهار، کابل او نورو ګڼو ولایتونو ته د پلور په موخه صادرېږي.
لغمان د موسمي او غوره اقلیمي شرایطو په درلودلو سره د شاتو مچيو روزلو او شاتو توليد لپاره مناسبه هوا او چاپېريال لري او دا ددې لامل شوې، چې په دې ولایت کې د شاتو مچيو روزلو صنعت ورځ تر بلې وده وکړي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۳:۴۱
Background image

د کرنې وزارت د مرکزي ریاستونو رییسانو لپاره د مدیریتي او رهبرۍ پنځه ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد

۱۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۵ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د مرکزي ریاستونو له ۵۰ څخه د زیاتو رییسانو په ګډون د مدیریتي او رهبرۍ مهارتونو پنځه ورځنی ورکشاپ، له. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۲:۵۲
Background image

میدان وردګو کې ۱۵۵ زره څارویو ته د پښو او خولې ناروغۍ پر وړاندې د واکسین کمپاین پیل شو

۱۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۵ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د خوړو او کرنې نړۍوالې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي ملاتړ، د دې ولایت په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۲:۲۹
Background image

پکتیا: مالدارانو ته د حیواني خوراکي (سایلیج) جوړونې عملي روزنې پيل شوې

۱۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۵ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیا ولایت کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د اړیکو دفتر په مالي ملاتړ او د مالدارۍ او حیواني روغتیا آمریت له لوري د زرمت ولسوالی په. . .

بازگشت