لغمان کې دبېرې ګل مېله او کرنيز نندارتون په لاره واچول شوه

mail-admin
دبېرې ګل مېله او کرنيز نندارتون

Event dates

Event dates -

Location لغمان
۲۲ تله ۱۳۹۹
د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست له خوا دبېرې ګل مېله او کرنيز نندارتون دکابل ننګرهار لویې لارې ته څېرمه د عبدالوکيل خان په بڼ کې لغمان ولايت د مرستيال والي شهزاده مظلوميار او ددې ولايت د يوشمېر نورو چارواکو او يو شمېر عامو خلکو په شتون کې د يو لړ مراسمو په ترڅ کې په لاره واچول شوه.
ددې مېلې او کرنيز نندارتون پرانيست غونډې ته دلغمان مرستيال والي شهزاده مظلوميار په وينا کې د بېرې کرکېلي او دودولو په موخه د کرنې وزارت هلې ځلې وستايل او دبېرې ځنګل ددې ولايت د زرغونتيا او شاتو مچيو روزنې په برخه کې اړين ګام وباله.
په ورته وخت کې دلغمان د کرنې رييس محمدجميل خوشحال وويل چې د بېرې ځنګل ګڼ اقتصادي او ټولنيزې ګټې لري چې دشاتومچيو روزونکو لپاره ځانګړی ارزښت لري.
د بېرې ګل مېله او کرنيز نندارتون په دې ولايت کې د بېرې ونو د دودولو او ګډونوالو ته د لغمان د کرنيزو توکو د پېژندلو په موخه په لاره اچول شوې وه.
دبېرې ګل مېله او کرنيز نندارتون

 

لغمان نندارتون

 

لغمان بیری ننداتون

 

لغمان نندارتون پرانستل شوه

 

 

34.6897687, 70.1455805