فرخار ولسوالۍ کې د کرنې کارکوونکو ته د ودانۍ جوړولو چارې پیل شوې

mail-admin
یکشنبه ۱۳۹۹/۹/۱۶ - ۱۴:۲۴
فرخار ولسوالۍ کې د کرنې کارکوونکو ته د ودانۍ جوړولو چارې پیل شوې


۱۶ لیندۍ ۱۳۹۹
د تخار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رایاست وایي، چې ددې ولایت د فرخار ولسوالۍ د کرنې کارکوونکو ته د ودانۍ جوړولو چارې پیل شوي دي.
دغه یوه پوړیزه ودانۍ په ۵۰۰ متر مربع ځمکه کې د ۱۰ میلیون او ۷۴۵ زره او ۸۵۲ افغانیو په لګښت د کرنې وزارت له بودیجې څخه جوړیږي.
ددې ودانۍ رغنیزې چارې د ښارجوړولو او ځمکو وزارت له خوا پر مخ ولړ کیږي او د راتلونکي کال د لړم تر میاشت پورې یې رغنیزې چارې بشپړيږي. یاده ودانۍ یوه صالون، څلور کاري خونې، د ساتونکو یوه خونه او څلور تشنابونه لري او ترڅنګ یې د دوه زره مترو په اوږدوالی د احاطې دېوال، شنه سیمه او تم ځای هم په کې شامل دي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۱۳:۲
Background image

کندز کې د کرنیزو پراختیايي پروژو د پلي کېدو او پرمختګ په اړه د «ډاکار» دفتر سره مهمه ناسته ترسره شوه

۳۰ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندز دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوی نیاز محمد عابد د «ډاکار» مؤسسې د شمال او شمال ختیځ زون دفتر مسوول داد الله سره په کتنه کې پر. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۱۲:۱۸
Background image

کرنې وزارت کې د دعوت او ارشاد غونډه ترسره شوه

۳۰ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر په مشرۍ د دعوت او ارشاد غونډه د دې وزارت د مسؤلینو په ګډون. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۱۲:۱۶
Background image

د هلمند مرکز لښکرګاه کې یوشمېر بزګران وروزل شول

۳۰ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست ، د کرنیزو چارو آمریت اړوند د نباتاتو ساتنې او قرنطین مدیریرت کارکوونک له لوري، د مرکزي لوی کاریز. . .

بازگشت