فراه کې د انجې ترویج په پار هڅې 

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۲۱ - ۹:۵۶
فراه کې د انجې ترویج په پار هڅې 

د فراه ولایت د کرنې، اوبولګولو اومالداري رياست لخوا، د طبيعي سرچينو امریت اړوند مرکزي قوريه کې د طبي بوټي هنګ (انجې) کرلو چارې پیل شوي دي.
د یادې پروسې په لړکې به په شاخوا  یو جریب ځمکه کې د انجې ١٢٦٠٠٠ اصله بوټي په مسلکي ډول وروزل شي، چې راروان ١٤٠٤ کال ته به د ځانګړې کړنلارې له مخې پر بزګرو ووېشل شي.
د انجې بوټي چې ډېرو کمو اوبو ته اړتیا لري ددې ولایت له خاورې، اوبو او هوا سره ښه مطابقت کوي.
انجه داسې بوټی دی، چې د طبي موخو لپاره کارول کېدای شي، د کورني بازار تر څنګ نړۍوال مارکېټ لري او په لوړه بیه پلورل کېږي.
د زابل دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په دې ولایت کې د بزګرانو د ملاتړ او د کوکنارو د کرکېلي د بدیل پیداکولو په پار تل هلې ځلې کوي تر څو بزګرو ته نوي ارزوښت لرونکي نباتات ترویج او تکثیر کړي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۳:۴۸
Background image

کرنې وزارت کې د هېواد د ځنګلونو د ساتنې او چارو د تنظیم په موخه غونډه ترسره شوه

۲۲ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اوبو لګولو او قدرتي سرچینو مرستیال مولوي بازمحمد فیضان په مشرۍ د هېواد د ځنګلونو د ساتنې او چارو د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۰:۱
Background image

غور ولایت کې د څړځایونو د سروې او تثبیت بهیر پیل شو

۲۲ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د غور په ولایت کې د څړځایونو د سروې او تثبیت بهیر پرانیستغونډه د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د استول شوي پلاوي او د دغه ولایت د سیمه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۹:۳
Background image

کونړ کې د کرنیزو او مالدارۍ پروژو د همغږۍ او پراختیا په موخه سکتوري غونډه ترسره شوه

۲۲ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کونړ د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په مشرۍ د ۱۴۰۵ لمریز کال د تلې میاشتې سکتوري غونډه د کرنیزو او مالدارۍ فعالیتونو د ارزونې، د روانو. . .

بازگشت