غزني کې ۴۳ بې‌وزله کورنیو ته د هګۍ ورکوونکو چرګانو د وېش لړۍ بشپړه شوه

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۳ - ۱۵:۳۳
غزني کې ۴۳ بې‌وزله کورنیو ته د هګۍ ورکوونکو چرګانو د وېش لړۍ بشپړه شوه

۲۳ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۳ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق 
د غزني ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د «اکشن اېډ» مؤسسې په همکارۍ، د غزني ښار اړوند یو شمېر کلیو کې ۴۳ مستحقو او بې‌وزله کورنیو ته د هګیو ورکوونکو چرګانو د وېش لړۍ په بریالیتوب سره بشپړه کړه.
د یاد پروګرام له مخې، هرې کورنۍ ته ۲۵ د هګیو ورکوونکي چرګان، ۵۰ کیلو ګرامه د چرګانو خوراکي مواد، ۶ پایې اوبخورې او دانې‌خورې وسایل، ۷ متره توره جالي او ۲۵۰ ګرامه ملټي‌ویټامین ورکړل شول.
د غزني دکرنې ریاست چارواکي وایي، چې د دې پروګرام موخه د بې‌وزله کورنیو اقتصادي پیاوړتیا، د چرګانو روزنې ته وده ورکول، د خوړو خوندیتوب لوړول او د حلالو عوایدو د دوامدارې سرچینې برابرول دي.
دوی همدارنګه د «اکشن اېډ» مؤسسې له همکارۍ څخه مننه وکړه او مستحقو کورنیو ته یې سپارښتنه وکړه، چې له ورکړل شوو امکاناتو څخه مثبته، سمه او دوامداره ګټه واخلي، تر څو وکولای شي خپله اقتصادي خپلواکي تر لاسه کړي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۱:۴۹
Background image

د کرنې وزارت د پراختیایي پروژو د تطبیق پر چټکتیا ټینګار وشو

۲۸ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پراختیایي پروژو د تطبیق بهیر د چټکتیا په موخه غونډه د یاد وزارت د مالي او اداري مرستیال مولوي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۹:۵۷
Background image

د پکتیکا مرکز ښرنه کې پر لسګونو بزګرانو د سبو او مېوو وچولو ماشینونه ووېشل شول

۲۸ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د پکتیکا دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې په مالي او د «اکشن اېډ» مؤسسې په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۹:۳۲
Background image

کندهار کې د ۱.۳ میلیونه ډالرو په ارزښت د کوکنارو بدیل کښتونو پروژه بشپړه شوه؛ زرګونه بزګران او مالداران تر پوښښ لاندې راغلل

۲۸ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کندهار ولایت په څلورو ولسوالیو کې د ۱.۳ میلیونه امریکايي ډالرو په ارزښت د کوکنارو بدیل کښتونو د پراختیا او د بزګرانو او مالدارانو د. . .

بازگشت