غزني کې د کرنې وزارت سږني کړنې او فعالیتونه

mail-admin
شنبه ۱۳۹۹/۱۰/۶ - ۱۳:۵۰
غزني کې د کرنې وزارت سږني کړنې او فعالیتونه

دهقان (بزګر) اوونیزه / عبدالواسع‌ خان‌زاده
د غزني د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې دکرنې وزارت په روان مالي کال کې دغزني ولايت دمرکز په ګډون ددې ولايت په ټولو ولسواليو کې د کرنیزو محصولاتو مدیریت د پروژې په ګډون  دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ په برخو کې د بېلابېلو پروژو پلي کولو په پار ۲۶۹ میلیونه او ۶۸۸ زره افغانۍ پراختیایي بودیجه ځانګړې کړې وه، چې د نورو ګڼو پروژو ترڅنګ د کرنیزو محصولاتو مدیریت د پروژې چارې د بشپړې په درشل کې دي او ډېر ژر به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د غزني دکرنې ریاست چارسمبال عبدالولي کوچي وایي، چې د غزني په ولایت کې د کرنیزو محصولاتومدیریت دپروژې په اډانه  کې ۴۵ ممیزخونې، د کچالو ۵۹ زېرمتونونه، د پیازو ۱۸ زېرمتونونه او د مڼو پنځه صفر انرژۍ سړې خونې جوړول او د سبو او مېوو دوه وچوونکي لمریز دستګاوې شامل دي، چې یوشمېر یې د بشپړېدو په درشل کې دي او یوشمېر یې ګټې اخیستنې ته چمتو شوي دي.
د غزني د کرنې چارسمبال وایي، چې په ۱۳۹۹یم کال کې ددې ولایت د بڼوالۍ د پراختیا په پار هم هلې ځلې شوي، چې په ترڅ کې یې شپږ زره او ۹۰۹ جریبه ځمکې لپاره ۴۶۷۰ زره او ۳۶ نیالګي وېشل شوي، په ۲۴ جریبه ځمکه کې د مڼو او ناکو متراکم اونیمه متراکم بڼونه جوړ شوي، په ۳۶ جریبه ځمکه کې لس زره او ۲۸۲ متراکم او نیمه متراکم نیالګي اېښودل شوي دي، د الوبخاراوو مسوول لپاره دفتر او د برېښنایې مالوماتو مرکز جوړول او د الوبخاراوو د ۲۵ جریبه بڼونو د بیارغونې په موخه توکي پېرل. ددې ترڅنګ، ۱۰۰ مېرمنو ته د خوړو د پروسس په برخه کې روزنه ورکړل شوي او ترڅنګ یې د خوړو د پروسس اړونده توکي هم پر دوی وېشل شوي دي او پر بزګرانو د سبو څه باندې ۷۲ کیلوګرامه تخمونه وېشل هغه چارې دي، چې په روان کال کې تر سره شوي دي.
د ښاغلي کوچي په خبره د یادو فعالیتونو ترڅنګ د روان کال په ترڅ کې پر ۱۵ بزګرانو د زعفرانو اووه زره او ۵۰۰ کیلو پیاز وېشل، پر ۵۲۲ بزګرانو د غنمو لس زره او ۴۴۰ ټنه اصلاح شوي تخمونه وېشل، ۲۱ بزګرانوته د غنمو ننداریزې قطعې جوړول، په ۲۰۰ جریبه ځمکه کې د خټکیو د مچ کنټرول، ۱۲۰ زره نیالګیو کې د مور پتدار کیمیاوي کنټرول، د چاپېریال ساتنې او سمسورتیا په پار د ۱۲ هکټاره زرغون کمربند ساتنه اوپالنه او د خنجرکلا د ګبیون استنادي دېوال جوړول نور هغه کړنې دي، چې په روان کال کې د غزني د کرنې ریاست له خوا ترسره شوي دي.
د چارواکو په خبره سږکال ددې ولایت د مالدارۍ د پراختیا په پار هم د پام وړ کړنې ترسره شوي دي. د غزني دکرنې چارسمبال عبدالولي کوچي وایي، چې د طاعون او بروسلوز پر وړاندې ۲۱۷زره او ۵۰۰ څارویو ته واکسین ورکول، د کانګو تبې پر وړاندې دمبارزې کمپین، چې په ترڅ کې یې څلور زره غوجلې او ۳۰ زره څاروي دواپاشي شوي دي او ترڅنګ یې د شېدې ټولولو یو مرکز جوړول او سمبالول هغه چارې دي، چې د مالدارۍ د پراختیا په پار په دې ولایت کې تر سره شوي دي.
د غزني شاوخوا ٧٠ سلنه اوسېدونکي په کرنه او مالدارۍبوخت دي، دغه ولايت پراخې اوبیزې او للمي کرنيزې ځمکې لري، که څه هم د دغه ولايت يو څه اندازه کرنيزې ځمکې له بندونو او چينو خړوبيږي، خو کاريزونه په کې ډېر دي او کاريزونه د دغه ولايت د ځمکو د خړوبولو لپاره د اوبو مهمې سرچینې بلل کېږي.
دغه ولايت د کرنې لپاره مساعدې او حاصل خيزې ځمکې لري، چې بېلابېل ډول مېوې لکه انګور، زردالو، الو، مڼې، بادام، توت، شفتالو، هيندواڼې، خټکي، ګيلاس، انځر او داسې نورې په کې ښه وده او ډېر حاصل ورکوي.
د غزني ځمکې د غلو دانو او سبزيجاتو د حاصلاتو له پلوه هم بې ساري دي، غنم، وربشې، لوبيا، نخود، عدس، شرشم او د سبزيو په برخه کې لکه کچالو، پياز، ملۍ، ګازرې، ګندنى، نعنا، کشنيز، کدو، بادرنګ، تره، کرم، شلغم، رومي او تور بادنجان او داسې نور د دغه ولايت کرنيز حاصلات جوړوي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۱:۴۱
Background image

غزني ولایت کې د ننداریزو کروندو د جوړولو په موخه د اصلاح شوو تخمونو او کیمیاوي سرو وېش

۲۹ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۹ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق 
د غزني ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د کرنیزو حاصلاتو د زیاتوالي، د اصلاح شوو تخمونو د کارونې د دودولو او د معیاري کرنیزو لارو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۱:۲۶
Background image

ننګرهار کې د ۱۸۶۰ هکټاره زیتون بڼونو حاصلات راټولولو ته چمتو شوي؛ نړۍوالو بازارونو ته یې د صادراتو په‌پار هڅې

۲۹ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۹ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په څلورګونو فارمونو کې د شاوخوا ۱۸۶۰ هکټاره ځمکې پر سر د زیتون بڼونو حاصلات پخېدو ته رسېدلي، چې ټاکل شوې په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۱:۲۶
Background image

خوست کې د غنمو د حاصلاتو لوړولو په موخه د غنمو ننداریزې کروندې جوړېږي

۲۹ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۹ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
دخوست ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري، د افغانستان اسلامي امارت د پراختیایي بودیجې په چوکاټ کې، د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ. . .

بازگشت