غزني کې د کانګو تبې د مخنیوي پهپار د درمل شیندنې او عامه پوهاوي کمپاین پیل شو
۳ غبرګولی ۱۴۰۵ه.ش
۷ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۷ه.ق
د غزني ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د مالدارۍ خدماتو او د څارويو د روغتیا آمریت لهخوا، د کانګو وینه بهوونکې ناروغۍ د مخنیوي په موخه د درمل شیندنې او د څارویو د خارجي پرازیتونو د له منځه وړلو پراخ کمپاین پیل شوی، چې دا مهال په مؤثره توګه روان دی.
دغه کمپاین د وټرنر ډاکټرانو په همکارۍ پلي کېږي، چې موخه یې د زونوز یا د انسان او حیوان ترمنځ د انتقالېدونکو ناروغیو د خپرېدو مخنیوی، د څارویو د روغتیا ساتنه او د مالدارانو د اقتصادي زیانونو کمول دي. د یاد کمپاین په ترڅ کې به زرګونه څاروې او غوجلې دواپاشي شي.
د مسؤلینو په وینا، د لوی اختر تر رارسېدو پورې به د څارویو د پلور نخاسونه او اړوند سیمې په دوامداره ډول د موظفو ټیمونو له لوري دواپاشي کېږي او ترڅنګ به مالدارانو ته د کانګو وینه بهوونکې ناروغۍ د مخنیوي، نښو نښانو او وقایوي تدابیرو په اړه عامه پوهاوی هم ورکول کېږي.
همدارنګه د مالدارۍ خدماتو او د څارويو د روغتیا آمریت مسؤلین وخت په وخت د یاد کمپاین له بهیر څخه نظارت ترسره کوي او مالدارانو ته د کمپاین د موخو، تطبیقي میکانېزم او د تطبیق د ساحو په اړه لازم معلومات وړاندې کوي.
کانګو تبه یوه خطرناکه ویروسي ناروغي ده، چې د کنو له لارې له څارویو څخه انسانانو ته انتقالېږي او د انسانانو لپاره جدي روغتیايي ګواښ بلل کېږي. روغتیايي او مالدارۍ مسؤلین ټینګار کوي، چې د دغې ناروغۍ پر وړاندې وختي وقایه، دوامداره درمل شیندنه او عامه پوهاوی د بشري روغتیا او مالدارۍ سکتور د خوندیتوب لپاره ځانګړی اهمیت لري.
